Pajhwok Afghan News

بهرنيو توليداتو د ننګرهار لبنياتو پروسس فابريکې کارونه له خنډ سره مخ کړي

جلال اباد (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د ختيځ په نوم د لبنياتو پروسس يوې فابريکې مسولين وايي، په بازار کې د بهرنيو بې کيفيته توليداتو موجوديت او د نرخونو کمښت يې د دوی د توليداتو تقاضا کمه کړې ده.

دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې پر وارېداتي لبنياتو ماليات لوړ او هم دې د وارېداتو کچه راکمه کړي چې دوی ته بازار پراخه شي.

دغه فابريکه چې شاوخوا لس کاله وړاندې جوړه شوې د ننګرهار له مختلفو ولسواليو څخه هره ورځ تازه شيدې راټولوي او بيا يې په لوړ کيفيت پروسس کوي چې تازه شړومبې، مستې، شېدې، پيروی او پنير ترې بازار ته وړاندې کوي.

د ختيځ لبنياتو د پروسس فابريکې مدير خالد خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغې فابريکې کارونه په ۱۳۹۰ کال کې پيل شوي چې لومړي سر کې يې د ورځې ۵۰۰ کيلوګرامه شيدې پروسس کولې خو اوس يې کچه تر ۶۰۰۰ کيلوګرامه رسېدلې ده.

دی وايي، په اتو ولسواليو کې هره ورځ له شاوخوا ۳۰۰۰ مالدارانو (څاروي لرونکو) څخه شيدې راټولېږي چې زياتره ولسواليو ته د اوونۍ تر يو ميليون افغانيو عايد په لاس ورځي.

د هغه په وينا، د دې ترڅنګ ۲۲ کسانو ته په مستقيم او ۲۳ نورو ته په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې ده.

د ختيځ لبنياتو پروسس فابريکې دغه مسوول وايي، د ايران او پاکستان د لنبياتي وارداتو له امله د دوی بازار ځکه ټکنی شوی چې د هغوی کيفيت کم دی نرخونه يې ټيټ دي او د دوی کيفيت لوړ دی نو ځکه ورسره په اسانۍ سيالي نه شي کولی.

هغه غوښتنه وکړه چې له بازار سره د دوی د سيالۍ برابرولو لپاره يې پر بهرنيو وارېداتو ماليه لوړه شي او هم دې د وارېداتو کچه کمه شي.

خالد خان زياته کړه چې حکومت دې له دوی سره ملي اردو ته د شيدو د ورکړې قرارداد وکړي، ځکه دوی په پراخه کچه توليد لري خو بازار نه لري.

په فابريکه کې کار کوونکي بيا له نورو سوداګرو غواړي چې د دغې فابريکې په څېر دې فابريکې جوړې کړي چې ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

محمد جميل چې فابريکه کې د پروسس برخه کې کار کوي وايي، که فابريکې ډېرې شي نو هېڅ ځوان به د کار په موخه بهرنيو هېوادونو ته لاړ نه شي او د سمندر له خوراک به خلاص شي.

د ختيځ لبنياتو پروسس فابريکه چې د کوپراتيف په شکل د مالدارانو په ونډې او د کرنې وزارت په ۶نيم ميليونه ډالرو رامنځته شوې ونډه وال يې هم د بازار او د دوی د کارونو د پراختيا غوښتنه کوي.

د ختيځ لبنياتو د اتحاديې غړي محمد شيرين پژواک اژانس ته وويل، همدا اوس يې هم پنځوس سلنه بازار خپل کړی، خو که پر بهرنيو توليداتو ماليات لوړ شي نو دوی به ورسره خپله سيالي پنځوس څخه تر سل سلنه لوړه کړي.

دی له خلکو غواړي چې د بهرنيو بې کيفيته محصولاتو پر ځای د خپل وطني اصلي او باکيفيته توليداتو څخه ګټه واخلي.

په ننګرهار کې د صنعت او کانونو خونې مشر تورملنګ شګېوال هم وايي، که د فابريکه لرونکو د برېښنا، امنيت او بازار ته د لاسرسي ستونزې حل نه شي نو صعنت وده نه شي کولی.

هغه زياته کړه، افغاني توليدات په کيفيت دومره لوړ دي چې ډېرو يې بهرني بازارونه پيدا کړي، خو دا چې دلته د وارېداتو ټکس ټيټ دی نو له امله يې د واريداتي توکو نرخونه ټيټ او د کورنيو توليداتو لوړ دي چې ښه سيالي نه شي کولی.

د ننګرهار د کرنې رييس انعام الله ساپی وايي، لا هم ډېر کار ته اړتيا ده چې په بشپړه توګه د بهرنيو وارېداتو مخه ونيول شي.

دی زياتوي، که په بهرنيو وارېداتو ماليه لوړېږي هغه ولايت چې د توکو فابريکه لري خلکو ته يې ګټه شته خو نورو ولايتونو کې خلکو ته د ګټې پرځای زیان رسوي.

Views: 74

Exit mobile version