کابل(پژواک،۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت وايي چې وسله والو مخالفینو د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو امنیتي منسوب ترور کړی او د پېښې په تړاو درې کسان نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء ضیا د دغې پېښې د تایید ترڅنګ وویل، وسله والو کسانو نن سهار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ده عربانو سیمه کې یو امنیتي منسوب وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.
هغه روښانه کړه چې پولیسو د دې پېښې په تړاو درې کسان نیولې چې یو یې ټپي دی.
د نوموړي په خبره، پولیسو له یادو کسانو یو میل وسله هم نیولې او قضیه د ډېر وضاحت لپاره د پولیسو تر څېړنې لاندې ده.
Views: 45