Pajhwok Afghan News

سرچینه : ولسمشرغني د سي ای اې له مشر سره د بندو دروازو تر شا خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ۴چنګاښ ۱۴۰۰): یوه باوري سرچینه وایي چې ولسمشر غني د امریکا د استخباراتو (سي ای اې) له مشر ويليمزبرنز سره د بندو دروازو تر شا کتلي دي.

د حکومت یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل په خبر کې یې نوم واخیستل شي د چنګاښ په ۴مه پژواک اژانس ته وویل چې دغه لیدنه پرون په واشنګټن کې تر سره شوې ده.

سرچینې زیاته کړه، یادې لیدنې چې د بندو دروازو تر شا ترسره شوه، شاوخوا دوه نیم ساعته یې دوام کړی دی.

سرچینې وویل چې له ولسمشر سره په دې لیدنه کې ډېر محدود کسان هم وو  چې شاید شمېر یې درې یا څلورو کسانو ته رسېده.

هغه وايي چې په دې لیدنه کې د افغانستان د ډېرو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي، خو په دې اړه یې نور جزییات په ډاګه نه کړل.

د یادونې ده چې ولسمشر غني د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پرون امریکا ته ورسېد، له ولسمشر سره په دغه سفر کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او یو شمېر نور چارواکي ملګرتیا کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون واشنګټن ته له رسېدو سره سم په پيل کې په سنا جرګه کې د دیموکراټانو له مشر چارلز شومر او د جمهوریت پالو له مشر مېچ مکانل سره وکتل.

دغو امریکایي چارواکو د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه وغوښتل چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتلو چاره وځنډوي.

ټاکل شوې له افغانستان څخه ټول امریکايي او بهرني ځواکونه د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې ووځي.

دغه راز ټاکل شوې چې ولسمشر غني نن د جمعې په ورځ د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وګوري او د دوه اړخیزه مسلو په اړه خبرې وکړي.

 

Views: 5050

Exit mobile version