کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۰) : د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به هم له دغه هېواد سره د امریکا سیاسي، اقتصادي او نظامي مرستې دوام ولري.
بایډن دغه څرګندونې تېره شپه د افغانستان په وخت په دوولسو بجو په سپینې ماڼۍ کې له ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي مشر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې وکړې.
هغه زیاته کړه چې ولسمشر اشرف غنی او پلاوي یې واشنګټن ته د سفر پرمهال د ده د حکومت له مهمو مشرانو سره لیدلي دي.
د امریکا ولسمشر وویل، په داسې حال کې چې ځواکونه یې له افغانستان څخه وځي، افغانان باید خپله پرېکړه په خپله وکړي.
بایډن زیاته کړه: ” افغانان باید د خپل راتلونکي په اړه پرېکړې په خپله وکړي چې هغوی څه غواړي.”
په دغه لیدنه کې ولسمشر محمد اشرف غني هغو امریکایانو ته چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال وژل شوي، د درناوي مراتب وړاندې کړل.
نوموړي همدارنګه له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د ایستلو په هکله د ولسمشر بایډن پرېکړه تاریخي وبلله او زیاته یې کړه چې په دې سره د امریکا او افغانستان تر منځ د اړیکو نوی باب پیل شو.
ولسمشر غني وویل، “موږ دلته راغلي یو چې ستاسو د پرېکړې درناوی او ملاتړ وکړو.”
د جو بایډن د پرېکړې له مخې، ټاکل شوې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه د همدې روان ۲۰۲۱ کال د سپټبر تر میاشتې له افغانستان نه ووځي.
ولسمشر غنی وویل چې تر دې وروسته به د امریکا او افغانستان اړیکې نظامي نه، بلکې د دواړو هېوادونو د پراخو ګټو په هکله وي.
ده زیاته کړه، د اړیکو له نوي باب څخه “خوښ او راضي یو”.
هغه په افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښو ډېرېدو ته په اشارې وویل چې د واک د انتقال په بهیر کې دغه ډول پېښې کیږي، خو زیاته یې کړه چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې توان لري چې په حالاتو برلاسي شي.
ولسمشر غني چې دوه ورځې مخکې امریکا ته تللی و، له بایډن سره تر لیدنې وروسته بېرته د هېواد پر لوري روان شوی دی.
هغه هېواد ته له روانېدو مخکې په یوه خبري کنفرانس کې دغه سفر ډېر ګټور اوبریالی یاد کړ.
Views: 84