Pajhwok Afghan News

د غور روغتیايي مسوولین د کرونا ناروغانو ډېرېدو او د بسترونو نشتوالي اندېښمن کړي

فیروزکوه (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۰): د غور ولایت روغتیايي مسوولین د کرونا ویروس پر وړاندې د دغه ولایت د اوسېدونکو بې تفاوتي د اندېښنې وړ ګڼي او وايي چې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ډېرېدو او د کافي بسترونو کمښت له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی ګواښ کوي چې که د دغه ولایت اوسېدونکي همدغه ډول بې تفاوته پاتې شي، ښايي لوی ناورین رامنځته شي.

د سرچینې په خبره، لا هم د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي د روغتیايي لارښونو خلاف عمل کوي او د غور په ډېرو اوسېدونکو کې د کرونا ناروغۍ نښې لیدل کېږي.

د غور د عامې روغتیا رییس جمعه ګل یعقوبي له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل: ((په داسې حالت کې چې په هېواد کې د کرونا له درېیمې څپې سره مخ یو، د هېواد په کچه هره ورځ لسګونه کسان د دې ناروغۍ له امله ساه ورکوي او سلګونه کسان پرې اخته کېږي خو د غور اوسېدونکي لا هم د دې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې بې تفاوته دي.))

هغه زیاته کړه: ((د کرونا مثبت پېښې ډېرې شوې، په روغتونونو کې بستر نه لرو، په ۲۰ بستره روغتون کې د ۲۰ ناروغانو وضعیت ډېر نازک دی.))

ده وویل: ((د لومړۍ او درېیمې څپې توپیر دا دی چې په هېواد کې د کرونا لومړۍ څپې پر مهال خلک ډارېدل او روغتیايي سپارښتنې یې عملي کولې، خو اوس بې تفاوته دي.))

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر اوسه په غور ولایت کې نږدې ۶۶۰ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او اوو کسان یې له امله مړه شوي دي.

نوموړي وویل، دا هغه شمېرې دي چې په روغتونونو کې ثبت شوې، هغه ناروغان چې روغتون ته نه راځي او نه ثبت کېږي، د رسمي شمېرو په پرتله ډېر زیات دي.

په ورته وخت کې په غور کې د کرونا روغتون رییس محمد شریف قاضي زاده هم په دغه روغتون کې د ناروغانو شمېر د ډېردو خبره کوي.

نوموړي وویل، اوس مهال کرونا ناروغانو ته د رسېدو لپاره ټول تیاری لري خو له دې امله چې د ناروغانو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی، ښايي له ستونزو سره مخ شي.

سرچینې زیاته کړه: ((د اوکسېجن ۱۴۰ بالونونه لرو، خو ژمنه نه شو کولای چې کافي دي یا نه؛ ځکه ښايي د کرونا لومړۍ او دویمې څپې په پرتله موږ له ډېر خطر سره مخ شو؛ ځکه شدت یې ډېر دی.))

قاضي زاده د ناروغانو لپاره د بسترونو کمښت جدي ستونزه وبلله او زیاته یې کړه: ((زموږ یوازېنۍ ستونزه د ناروغانو ساتنځی دی. تېر کال په غور کې د کرونا ناروغانو لپاره د ۱۰۰ بستره روغتون جوړېدو چارې پیل شوې، خو تر اوسه د نورو ولایتونو په څېر نه دي بشپړ شوې.))

قاضي زاده هیله مندي ښکاره کړه چې د عامې روغتیا وزارت په مرسته وکولای شي په دغه ولایت کې د اوکسېجن تولید مرکز جوړ کړي.

دواړو سرچینو خلک د روغتیايي سپارښتونو مراعات ته هڅوي او وايي، که خلک کرونا جدي ونه ګڼي، پر روغتیايي سپارښتنو عمل ونه کړي، ناورین به رامنځته شي چې بیا به یې مخه ونه نیول شي.

حاجي حمزه چې ۴۵ کاله عمر لري او اوس د غور ولایت د کرونا په ۲۰ بستره روغتون کې بستر دی، روغتیايي حالت یې ښه نه دی.

هغه پژواک ته وویل: ((دا ډېر خطرناکه ناروغي ده، انسان ته مرګ راځي، تر ۲۰ ډېرې ورځې کېږي چې دلته ماته اوکسېجن بسته دی.))

نوموړي پر دې ناروغۍ د اخته کېدو لامل خپله بې تفاوتي وبلله او ویې ویل: ((ماسک مې نه خوښېده، هر ځای تلم او نه ډارېدم، نورو ته مې لاس ورکاوه او پر مخ مې ښکلول، نو پر دې وژونکې ناروغۍ اخته شوم.))

د غور ساغر ولسوالۍ اوسېدونکې عاظفې وویل: ((زموږ په کورنۍ ان کلي چې هيچا پر کرونا باور نه درلود، خو ومو لیدل چې د همدې بې غورۍ له امله ناورین رامنځته شو، زموږ د کلي په هره کورنۍ کې ډېری یا تر درې کسانو ډېر پر کرونا اخته دي.))

نوموړي په داسې حال کې چې ویل یې، اوس په جدي ډول روغتیايي سپارښتنې مراعاتوي، له نورو خلکو یې هم وغوښتل چې کرونا جدي وګڼي کنه ناورین به رامنځته شي.

Views: 7

Exit mobile version