Pajhwok Afghan News

د امریکا سفارت: په فاریاب کې د دولتي تاسیساتو ورانول د طالبانو افراطیت څرګندوي

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۰): په افغانستان کې د امریکا سفارت وایي چې په فاریاب کې یې د طالبانو په لاس د تاسیساتو ورانولو او د خلکو نیولو «حيرانوونکي» راپورونه لیدلي دي.

په ځینو رسنیو او‌ ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې او راپورونه خپاره شوي چې ګواکې طالبانو د فاریاب د اندخوې ولسوالۍ له نیولو وروسته هلته تاسیسات ویجاړ کړي دي.

د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن پرون ناوخته په خپل ټویټر کې په دې اړه د سفارت د مرستیال جان مک کري خبرې خپرې کړې دي.

مک کري ویلي: «د فاریاب د اندخوی ولسوالۍ حیرانوونکي او بوږنوونکي راپورونه ګورم. د طالبانو له لوري د دوکانونو او حکومتي ودانیو سوځول، د تاسیساتو او مخابراتي شبکو ویجاړول د هغوی افراطیت او د افغانانو بشري حقونو ته نه درناوی څرګندوي.»

په ټویټ کې ویل شوي نه دي چې طالبانو په اندخوی کې څومره ځاني او مالي تلفات اړولي دي.

له دې مخکې هم داسې ویډیوګانې خپرې شوې وې چې طالبانو په فراه ولایت کې د اناردرې ولسوالۍ ودانۍ پر بمونو الوځوي او د فاریاب په قیصار کې یوې څلور پوړیزې ودانۍ ته چاودنه ورکوي.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا سفارت پر ټویټ غبرګون ښودلی. هغه په خپل ټویټر کې لیکلي، د فارياب د اندخوی په اړه د امريکا د سفارت څرګندونې بې مسؤوليته او بې اساسه دي.

مجاهد زیاته کړې، طالبان د خپلې خاورې، هېواد او ولس ساتنه خپله وجيبه ګڼي؛ دا بهرنیان دي چې له شلو کلونو راهيسې يې هېواد او ولس وواژه او هر څه يې ورته له منځه يووړل.

هغه ویلي چې په اندخوی او همدارنګه د پروان په سياګرد ولسواليو کې د حکومتي ځواکونو له خوا پر خلکو، بازار او د ولسوالۍ په ودانيو بمبارونه وشول چې ورانی يې رامنځته کړ.

Views: 201

Exit mobile version