هرات ښار (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۰): د هرات برېښنا ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو له خوا د برېښنا پایو د تخریبولو او برېښنا مزو پرې کولو په اړه اندېښمن دي.
د یاد ریاست د مسوولینو په خبره، د دولت وسله والو مخالفینو تېر کال نهه ځلې په غوریان، کهسان او کشک رباط سنګي ولسوالیو کې د ایران او ترکمنستان وارداتي برېښنا پایې پر بمونو تخریب کړې دي.
دوی وايي چې د برېښنا پایو په الوځولو برېښنا شرکت ته د میلیونونو ډالرو د مالي زیان سربېره د هرات ولایت اوسېدونکو ته ډېرې ستونزې رامنځته شوې دي.
د هرات برېښنا شرکت رییس تمیم صافي پژواک ته وویل، شاوخوا یوه میاشت مخکې طالبانو د غوریان ولسوالۍ کمانه کلي کې د ایران وادراتي برېښنا یوه پایه تخریب کړه چې له امله یې د هرات ولایت ۶۰ سلنه اوسېدونکو پنځه ورځې برېښنا نه درلوده.
هغه زیاته کړه، د غوریان او کهسان ولسوالیو د ځینو کلیو اوسېدونکو د برېښنا نه لرلو له امله طالبانو ته شکایت وکړ، خو دوی برعکس نورې پایې هم تخریب کړې.
هغه زیاته کړه: ((نهه ځلې د برېښنا پایې او لین تخریب شوي چې د غوریان او سلما دوې پايي په وروستیو کې تخریب شوې دي.))
د هرات ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي چې په هرات ولایت کې د برېښنا ستونزې د څو کلونو په تېرېدو او میلیونونو ډالرو په لګښت پای نه لري.
د هرات ولایتي شورا غړي وکیل احمد کرخي پر حکومت، په ځانګړې توګه برېښنا شرکت نیوکه وکړه او پژواک ته یې وویل، په دغه ولایت کې هر کال د برېښنا نه موجودیت له امله په ژمي او اوړي کې خلکو ته ډېر زیانونه رسېږي.
هغه زیاته کړه: ((په هرات کې د برېښنا ستونزو له امله د خلکو مشکلات اوج ته رسېدلي، له بده مرغه وینو چې د ۲۰ کلونو په تېرېدو چې پر برېښنا ملیونونه ډالر مصرف شوی هر کال په ژمي او اوړي کې د برېښنا ستونزه لرو.))
د هرات اوسېدونکو هم د طالبانو له خوا د برېښنا پایو تخریب او لین پرې کولو په تړاو اندېښنه څرګندوي او وايي، د برېښنا مزي پرې کولو یې ورځني ژوند ته هم ډېر زیانونه اړولي دي.
دغه هېوادوال له طالبانو غواړي چې عمراني پروژې موخه ونه ګرځوي.
طالبانو د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد رسنیو ته ویلي وو چې طالبان د برېښنا پايې نه په نښه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو مخالفینو په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۳۵ ځلې د برېښنا پايې تخریب شوې دي
Views: 12