Pajhwok Afghan News

ازبکستان: په افغانستان کې د طالبانو نظام بیا نه غواړو

ازبکستان، بهرنیو چارو وزارت

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۰): د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان د جګړې او کړکېچ لپاره پوځي حل لار نشته او طالبان باید له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته حاضر شي.

عزیز کاملوف له یوه امریکایي ټلوېزیون سره په مرکه کې زیاته کړې چې په سیمه کې د افغانستان د ستونزې په هکله بېلابېل لیدلوري شته، خو د هغه په وینا، پوځي لار نه شي کولای چې د افغانستان کشاله پای ته ورسوي.

نوموړي ویلي: «موږ په سیمه کې بېلابېل لیدلوري لرو… موږ باید پوه شو چې د افغانستان کشاله پوځي حل لار نه لري.»

کاملوف دغه راز ټينګار کړی چې افغانستان باید د منځنۍ اسیا یوه برخه وي  او د  افغانستان د سولې بهیر په هکله سیمه ییز او نړۍوال دریځ اړین دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هېواد یې د افغان سولې په هکله له هر ډول خبرو اترو، که هغه په دوحه، ترکیه یا هم په کوم بل هېواد کې وي ملاتړ کوي.

د نوموړي په وینا، ازبکستان لومړنی هېواد و چې د طالبانو له مشرانو سره یې مخامخ اړیکې تينګې کړې.

هغه زیاته کړې: «پوښتنه دا ده چې په افغانستان کې به څه ډول نظام رامنځته شي؟»

هغه ټینګار کړی چې ازبکستان په افغانستان کې د طالبانو د نظام بېرته راستنېدل نه غواړي.

کابلوف په دې اړه ویلي: «البته، موږ نه شو کولای هغه نظام چې افغانستان په نویمه لسیزه کې (اسلامي امارت) درلود ومنو، خو ورته مهال، ستونزې باید د دواړو لورو د افغانستان اوسني حکومت او د نظام مخالفینو ترمنځ حل شي.»

کاملوف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري باید سولې ته د رسېدو لپاره وهڅول شي.

Views: 166

Exit mobile version