کابل (پژواک ۹ چنګاښ ۱۴۰۰): د ملي روغې جوړې عالي شورا په ناسته کې ټینګار شوی چې په اوسني وضعیت کې باید د ټولنې ټول اقشار په یو صف کې ودرېږي او په واحد غږ خپل مسوولیت ادا کړي.
له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د ملي روغې جوړې عالي شورا غونډه چې ډاکتر عبدالله عبدالله، یو شمېر سیاسي او جهادي شخصیتونو او د ښځو، علماوو، رسنیو او مدني ټولنو استازو هم په کې حضور درلود، نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شوه.
سرچينه زياتوي، د ملي روغې جوړې عالي شورا په غونډه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلو ځلو قدرداني او پر دې ټینګار وشو چې په اوسني وضعیت کې باید د ټولنې ټول اقشار په یو صف کې ودرېږي او په واحد غږ خپل مسوولیت ادا کړي.
سرچينه کاږي، همدارنګه د جمهوریت او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ولسي پاڅونونو ته په اشارې، د دولتي حاکمیت په چوکاټ کې د هغو په انسجام او لا ښه مدیریت ټینګار وشو.
Views: 20