Pajhwok Afghan News

دولتي ځواکونه د کندهار له پنجوایي او د بدخشان له زیباک ولسوالیو هم وتلي

کندهار/ فیض اباد (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۰): له سختو جګړو وروسته امنیتي ځواکونه د کندهار  له پنجوايي ولسوالۍ پر شا شوي او د کندهار ښار په ۲۵ کیلومترۍ کې پرته دغه ستراتيژیکه ولسوالۍ طالبانو ونیوه.

که څه هم چارواکي رسماً په دې اړه څه نه وايي، خو یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولسوالۍ له تېرې یوې اوونۍ راهیسې کلابنده وه او بالاخره نن سهار وختي امنیتي ځواکونه له دې ولسوالۍ پر شا شول.

سرچینه زیاتوي، د ولسوالۍ په مرکز کې سلګونه سرتېري محاصره وو چې تېره شپه د امنیې قوماندان په مشرۍ تازه دمي سرتېري هلته تللي او محاصره شوي شاوخوا ۲۰۰ سرتېري یې کندهار ښار ته لېږدولي دي.

دې سرچینې دا هم وویل چې د تېرې یوې اوونۍ په جګړو کې شاوخوا ۳۰ امنیتي سرتېري وژل شوي او همدومره نور ټپیان شوي دي.

په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن صادق عیسی وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره له پنجوايي ولسوالۍ تکتیکي شاتګ کړی دی.

هغه زیاته کړه، ټول وسایل او تجهیزات یې را انتقال کړي او د وسله والو طالبانو پر ضد به عملیات دوام ولري.

هغه په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیاتو کې د ۲۱ وسله والو طالبانو د وژلو او ۱۱ نورو د ټپي کېدو خبره وکړه.

د کندهار ولایتي شورا ريیس حاجي سید جان خاکریزوال هم د پنجوايي سقوط تاييدوي او وايي، ملي اردو په قصدي توګه سرتېري له دې ولسوالۍ ایستلي دي.

هغه له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره د کندهار د امنیتي وضعیت په برخه کې اقدام وکړي.

طالبانو بیا د دغ ولسوالۍ د نیولو پر مهال د یو شمېر پوځي وسایلو او مهماتو د نیولو ادعا کړې ده.

بل وا د پنجوايي ولسوالۍ په ګاونډ ژېړۍ ولسوالۍ کې هم سخته جګړه روانه ده او د ولسوالۍ مرکز محاصره دی.

په دې ولسوالۍ کې یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک ته وویل، په ژېړۍ ولسوالۍ کې د اشغو او سنځري په سیمو کې امنیتي کمربند مات شوی او طالبان د ښار تر څنډو رسېدلي دي.

یاده سرچینه زیاتوي، هلته مېشتو امنیتي سرتېرو او پاڅوانوالو سخت مقاومت وکړ، خو د مرستې د نه رسېدو له مله شاتګ ته اړ شول.

د دې تر نګ هم مهاله د کندهارـ سپین بولدک پر لویه لاره په تخته پل ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ څو ساعته جګړه شوې ده.

دغه راز وسله وال طالبان د سپین بولدک رباط او ښادیزو کلیو ته ورغلي او ځايي اوسېدونکو ته یې د وتلو ویلي دي.

خو د دغو ولسوالیو امنیتي مسوولین وايي، امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو مخې ته ور وتلي او هغوی د مرګ ژوبلې ور اوښتو وروسته پر شا شوي دي.

د دې ترڅنګ د کندهار ښار په شمال کې د شاولیکوټ تر سقوط وروسته په میانشین ولسوالۍ کې هم سختې جګړې شوې چې د مخابراتي اسانتیاوو د نشتوالي له امله یې جزئیات نه دي په ډاګه شوي.

په کندهار کې د ملي امنیت صفر درې قطعې چارواکي وايي، په ژېړۍ ولسوالۍ کې یې عملیات کړي چې پر مهال یې ۳۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یادې قطعې یوې سرچینې پژواک ته وویل، عملیات د دې ولسوالۍ په سنځري سیمه کې شوي چې په مخامخ جګړه کې د طالبانو د درېیو مهمو قوماندانانو حاجي روح الله اغا مشهور په حاجي اغا، وکیل مشهور په حاجي اکا او نثاراحمد مشهور په فاروقي په کډون ۱۸ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي دي.

په کندهار کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې له معروف، غورک، شاولیکوټ، میوند او خاکرېز وروسته پنجوايي اوومه ولسوالۍ ده چې د وسله والو لاس ته لوېږي.

دغه وضعیت د کندهار اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي او وايي، نه پوهېږي چې ولې په ناڅاپي توګه په دغه ولایت کې دغسې یوه وضعیت رامنځته شوی دی.

بلخوا په بدخشان ولایت کې ځایي سرچینې وایي چې د بهارک ولسوالۍ سقوط کړی دی.

د دغه ولایت یوې امنیتي سرچینې پواک ته وویل چې نن له غرمې مخکې طالبانو له کومې جګړې پرته دا ولسوالۍ نیولې ده.

بلخوا د ولایت مقام د دې ولسوالۍ سقوط نه ردوي او نه هم تاییدوي.

د یادونې ده، تر اوسه د بدخشان ۱۶ ولسوالۍ طالبانو نیولی دي او په ټول هېواد کې تر ۱۰۰ زیاتې ولسوالۍ په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو په لاس سقوط شوې دي.

Views: 405

Exit mobile version