Pajhwok Afghan News

دفاع وزارت: د فیض اباد ښار ځينې برخې له طالبانو پاکې شوې

فیض اباد (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰): ملي دفاع وزارت وايي چې په چاڼیزو عملیاتو کې یې د فیض اباد ښار څلور ناحیې چې طالبانو نیولې وې، پاکې کړې، خو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وروستیو ورځو کې د بدخشان له ۲۷ولسوالیو ۲۴ ولسوالۍ او د فیض اباد ښار ځينې برخې نیولې دي.

په تېرو دوو ورځو کې د فیض اباد ښار اوسېدونکو ویلي وو چې طالبانو دغه ښار کلابند کړی او ځیني وخت د ښار پر مرکز هم بریدونه کوي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د فیض اباد ښار پر هغو سیمو هوايي او ځمکني بریدونه وکړل چې طالبانو نیولې دي.

سرچینې لیکلي چې په دغو عملیاتو کې ګرګ کشان، لایابه، چکولچ، کجي خم او د فیض اباد ښار شاوخوا له طالبانو پاکې شوې دي.

ملي دفاع وزارت وايي: ((په دغو عملیاتو کې د پاکستانيانو، ازبکستانيانو او چیچینيانو په ګډون د ډېرو طالبانو پر وژل کېدو سربېره، یوه اندازه وسلې او مهمات هم امنیتي ځواکونو نیولي دي.))

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه ولایت کې چاڼیز عملیات دوام لري.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد وايي: ((دغه خبر واقعیت نه لري، په فیض اباد ښار کې نظامي کمربند لرو او اوس هم شته، زموږ په منځ کې د بهرنیو کسانو موجودیت پروپاګند دی، غواړي عامه اذهان ګډوډ کړي.))

Views: 18

Exit mobile version