Pajhwok Afghan News

تاجکستان له افغانستان سره پر پوله ۲۰زره سرتېري ځای پر ځای کوي

A photo taken in August 2010 and made available on September 21, 2010 shows Tajik border guards checking identification documents of people crossing the Tajik-Afghan border on a bridge across the Panj River outside the city of Panj. Tajikistan, a majority-Muslim country and the poorest state to emerge from the collapse of the Soviet Union nearly two decades ago, has suffered a string of recent attacks that the government blames on Islamist militants. AFP PHOTO (Photo by STR / AFP)

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰): د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان امر کړی چې له افغانستان سره پر ګډه پوله دې ۲۰زره سرتېري ځای پر ځای شي.

د دغه هېواد رسنیو خبر ورکړی چې ولسمشر رحمان پرون د وروستیو حالاتو په اړه د افغانستان او روسیې ولسمشرانو ترڅنګ د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو له مشرانو سره هم خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې چې نوموړي له دې اړیکو وروسته د دفاع وزارت ته امر کړی چې لع افغانستان سره پر ګډه پوله ۲۰زره سرتېري ځای پر ځای کړي.

بلخوا په مسکو کې د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ دفتر ویلي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجکستان ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې د اړتیا په صورت کې د پولو د امنیت په ساتلو کې همکارۍ ته تیار دی.

د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو په څېر مسکو په تاجکستان کې نظامي اډه لري او په دغه هېواد کې یې توپونه، ټانګونه او جنګي الوتکې ځای پر ځای کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه د بدخشان ولایت د ګڼ شمېر ولسوالیو له سقوط وروسته شاوخوا زر افغان سرتېري د تاجکستان خاورې ته اوښتي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ولسمشر اشرف غني وړمه شپه د تاجکستان له ولسمشر علي رحمان سره ټیلېفوي خبرو کې دواړو خواوو د هغو افغانانو په هکله خبرې وکړې چې د تاجکستان له پولې سره نږدې یې پناه وړې ده.

بلخوا طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ګاونډي هېوادونه دې هیڅ ډول اندېښنه نه لري، دوی نه غواړي هیچا ته زیان ورسوي.

Views: 264

Exit mobile version