Pajhwok Afghan News

کابل ښار کې د سیاسي ګوندونو د ملي انسجام کمېسیون رییس وژل شوی

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰): یوه امنیتي سرچینه وایي چې ناپېژاندو وسله والو د هېواد د سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو د ملي انسجام کمېسیون رییس محمد ابراهیم رحیمي د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې وژلی دی.

یادې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل چې محمد ابراهیم رحیمي تېره ورځ مازدیګر د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه د دغه برید په تړاو څوک نه دي نیول شوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون مازدیګر د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند په کوټه سنګي سیمه کې د نامعلومو موټرسایکل سپرو په برید کې د پولیسو درې منسوبین هم ووژل شول.

د یادونې ده، د دغو بریدونو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

Views: 60

Exit mobile version