کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۰) : د پاکستان د مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د چین د کمونست ګوند ستاینه کړې چې په خپل هېواد کې یې کرنیز او صنعتي انقلاب رامنځته کړی دی.
نوموړي دغه څرګندونې د چین د کمونست ګوند د سلمې کالیزې په ویاړ جوړ شوي نړیوال کنفرانس ته په خپل ویډیویي پیغام کې کړې دي .
هغه زیاته کړې، کمونست ګوند د چین د سترو مشرانو د هلو ځلو په پایله کې د خلکو د حقوقو او لاسته راوړنو په موخه جوړ شوی دی.
د پاکستان د دغه مذهبي ګوند مشر ویلي چې د چین اوسنی ولسي جمهوریت تر سترې مبارزې وروسته رامنځته شوی، چې په کې د بیان د ازادۍ ترڅنګ د خلکو حقوق هم خوندي دي.
فضل الرحمن زیاته کړې، چین چې په ۷۰ کلونو کې کوم پرمختګ کړی او ابر قدرت جوړ شوی، دا د نړۍ لپاره یو مثال دی.
د هغه په وینا، د چین کمونست ګوند په خپل هېواد کې کرنیز او صنعتي انقلاب راوستی چې د اوسني ولسمشر چی جینګ د (یو کمر بند یوه لاره ) پروژه یې بېلګه ده.
دی وایي، د چین کمونست ګوند د نړۍ له ۵۰۰ سیاسي ګوندونو سره اړیکې لري چې جمعیت علماء اسلام پاکستان یې هم برخه ده.
مولانا فضل الرحمن وایي چې درې ځلې په شخصي او حکومتي کچه چین ته تللی او د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړي کولو هڅې یې کړې دي.
هغه د چین د کمونست ګوند ستاینه کړې چې له هېوادونو او سیاسي ګوندونو سره یې د دغه هېواد اړیکې پیاوړې کړې دي.
مولانا فضل الرحمن په داسې حال کې د چین د کمونست ګوند صفتونه کړي چې د غربي هېوادونو د معلوماتو له مخې، دغه هېواد پر ایغور مسلمانانو ظلمونه کوي.
Visits: 418
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن