Pajhwok Afghan News

 طالبانو د ابونصر فراهي بندر نیولی دی

بندر ابونصرفراهی

فراه(پژواک، ۱۸ چنګاښ۱۴۰۰): د فراه سیمه ییزې سرچینې وایي چې طالبانو په دغه ولایت  کې د شیخ ابونصر فراهي  سوداګریز بندر نیولی دی.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال حاجي خیر محمد نورزي پژواک ته وویل چې طالبانو د هېواد په لوېدیځ کې  د ابونصر فراهي ستر سوداکریز بندر بې له جګړې نیولی دی.

د هغه په وینا، چې په یاد بندر کې له دوه تر درې سوه پورې بېلابېل امنیتي سرتېري موجود وو چې بې له جګړې له وسلو او هاموې ټانګونو سره د ایران خاورې ته اوښتي دي.

د فراه د ګمرک یوه کارمند محمد امین پژواک ته وویل چې د ګمرک ریاست د ابونصر فراهي په بندر کې موقعیت لري، چې   له ټولو ملحقاتو سره طالبانو نیولی دی.

هغه وویل چې ټول امنیتي کسان د ایران خاورې ته اوښتي او تېره ورځ سلګونه باروړونکي موټر بې له ګمرک څخه له یاد بندره وتلي دي.

په غرب زون کې د طالبانو د اقتصادي کمېسیون مرستیال مولوی مهاجر په یوه غږیز پیغام کې سوداګرو ته د دوی د سوداګریزو توکو د ساتنې ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې سوداګر دې په نورماله بڼه په ابونصر فراهي بندر کې خپلو سوداګریزو چارو ته دوام ورکړي.

ایراني رسنیو هم د طالبانو له خوا ددغه بندر در نیول کېدو خبر ورکړی او  ویلي یې دي چې هلته اوس سوداګریزې چارې په ټپه ولاړې دي.

دغه بندر چې له ایران سره پرپوله پروت دی، له فراه ښار څخه ۱۲۱کیلومتره لرې موقعیت لري.

د یادونې ده چې طالبانو تراوسه پورې  د تخار ایخانم بندر، د کندز شېرخان بندر، د فاریاب اقینه بندر، د هرات اسلام قلعه بندر، د هرات تور غونډۍ بندر او د پکتیا پټان بندر طالبانو نیولي دي.

Views: 77

Exit mobile version