Pajhwok Afghan News

د اروزګان امنیه قوماندان: د دولت تر واک لاندې سیمو کې طالبانو ته د تبلیغ کوونکو کورونه ویجاړو

ترینکوټ ( پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰): د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد د دغه ولایت پر امنیتي او دفاعي ځواکونو غږ وکړ چې تر وروستۍ سلګۍ له وطن او خلکو څخه دفاع وکړي او سیمې بې له مقاومته دښمن ته پرېنږدي.

شېرزاد چې له امنیتي مسوولینو سره یې په ګډه له خبریالانو سره خبرې کولې، زیاته کړه، وسله والو طالبانو د دغه ولایت هیڅ کومه سیمه او یاهم ولسوالۍ د جګړې په زور نه ده نیولې، بلکې مېشت امنیتي او دفاعي ځواکونه بې له مقاومته ورته تسلیم او هغوی ته یې د پرمختګ موقع ورکړه.

والي وایي، ډاډه دی که دفاعي او امنیتي ځواکونه مقاومت وکړي، نو وسله وال طالبان به هیڅکله هم یوګام پرمختګ ونه کړي.

د شېرزاد په وینا، په دغه ولایت کې مېشت امنیتي او دفاعي ځواکونه دې په سنګرونو کې له وطن څخه د دفاع  لپاره تر وروستۍ سلګۍ پورې وجنګیږي او دښمن ته دې موقع نه ورکوي چې هغوی د شا له خوا پر نښه کړي.

د اروزګان والي یوځل بیا خلکو ته ډاډ ورکړ چې د طالبانو او یاهم طالب پلوه کسانو په تشو تبلیغاتو تېر نه وځي، ځکه طالبان پر تبلیغاتي جګړه یوازې د خلکو ذهنونه خرابوي او چارې له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.

هغه زیاته کړه : “موږ اروزګان کې د اړتیا وړ افغان پوځ لرو او هیچاته به اجازه ورنه کړل شي، چې د خلکو امنیت خراب کړي. ”

د اروزګان لپاره نوي ټاکل شوي امنیه قوماندان مل پاسوال خطاب خنجري هم وویل، تر طالبانو ورته لومړیتوب هغه ډلې ټپلې لري چې د امنیتي ځواکونو په لیکو او یاهم د امنیت سیمو کې اوسیږي او د طالب په ګټه کار کوي.

خنجري وایي، هغه به هیڅکله هم د داسې کسانو پر وړاندې له رحم څخه کار وانخلي او که چېرې د پولیسو په لیکو او یاهم د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې یې وپېژني، چې د طالبانو په ګټه کار او ورته تبلیغ کوي، نو کور به یې ورته له منځه یوسي.

د اروزګان مسوولین په داسې حال کې د امنیت ټینګښت او خلکو خوندیتوب خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې طالبانو د دغه ولایت پنځه ولسوالۍ بې له کوم مقاومته نیولې دي او د ترینکوټ ښار څنډو ته رسېدلي دي.

Views: 236

Exit mobile version