Pajhwok Afghan News

لویې څارنوالۍ د پنځو څارنوالانو دندې وځنډولې

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۰) د افغانستان لویه څارنوالي وایي چې د اداري فساد د جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالۍ د پنځو څارنوالانو دندې د وظیفوي جرم په ارتکاب ځڼدول شوې دي.

د لویې څارنوالۍ له خوا د چنګاښ په ۲۰مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پنځه  څارنوالان د افسوټر او اریانا ټیلیکام خصوصي شرکت د قرارداد د قضيې د ارزونې پر مهال د وظیفوي جرم د ارتکاب په تور تورن پېژندل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د لویې څارنوالۍ عالي شورا د چنګاښ په ۱۷، د تفتیش څارنوالۍ ریاست د راپور تر اورېدو وروسته، د دغې قضیې د څېړنې د موظفو څارنوالانو دندې تعلیق او د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ عمومي رئيس ته یې هدایت کړ چې د دغې قضيې له تورنو تحقیقات پيل کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، لویه څارنوالي د اداري فساد پر ضد مبارزې ته ژمنه ده او له دغې پدیدې سره په جدیت له فساده د پاک افغانستان په موخه هڅه او مبارزه کوي.

Views: 136

Exit mobile version