مزارشريف (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۰): په بلخ ولايت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې يو مسوول وايي چې د وروستيو نا امنيو او جګړې له امله په حيرتان بندر کې د سوداګريزې راکړې ورکړې په کچه کې ۵۰ سنله کموالی راغلی دی.
حيرتان د هېواد له مهمو سوداګريزو او ترانزيټي بندرونو يو دی چې افغانستان د منځنۍ اسيا له هېوادونو او چين سره نښلوي.
د سوداګرۍ خونې اجرايي مدير نصيراحمد قاسمي له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د روان ناسم امنيتي وضعيت له امله په بلخ کې د پانګونې کچه هم په بېساري ډول کمه شوې ده.
نوموړی وايي چې په وروستيو ورځو کې د ناامنۍ څپې تر حيرتان بندره رسېدلې چې له همدې امله زيات شمېر سوداګر اندېښمن دي.
قاسمي وايي چې د دغه بندر له لارې اوس هم واردات او صادرات کېږي خو زياتوي چې په دې برخه کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.
د بلخ د سوداګرۍ خونې دغه چارواکی وويل: “درې مياشتې مخکې هره ورځ په اوسط ډول ۲۵۰ واګونه تجارتي مواد د حيرتان بندر له لارې هېواد ته واردېدل چې متاسفانه دغه کچه اوسمهال په ورځ کې ۱۰۰ او يا هم ۱۲۰ واګونونو ته رسېږي. ”
د هغه په خبره، د وروستيو نا امنيو او جګړو له امله يو شمېر ولسوالۍ سقوط شوې او همدا راز يو شمېر لويې لارې د حکومت له کنټروله وتلې چې ورسره د محصولاتو راټولول او تر ښارونو رسول يې ستوزمن کړي دي.
قاسمي وايي چې د صادراتو په کمښت کې پورته ياد عامل مهم رول لري.
نوموړي وويل: “زموږ ډېری صادراتي محصولات به له ولسواليو ښار ته راوړل کېدل، بيا به دلته بسته بندي کېدل او د حیرتان له لارې به نورو هېوادونو ته صادرېدل چې متاسفانه اوس دغه چاره ټکنۍ شوې؛ ځکه چې ډېری ولسوالۍ سقوط شوې او لويې لارې هم د نا امنۍ ښکار ګرځېدلې دي.”
د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرايي مدير وایي چې د امنيتي وضعيت په خرابېدو سره به حیرتان بندر کې د وارداتو او صادراتو کچه نوره هم راټيټه شي.
د نوموړي په وینا، په فارياب کې د اقينې بندر او په کندوز کې د شېرخان بندر له سقوط کېدو وروسته په شمال کې حيرتان يواځېنی سوداګريز بندر دی چې د اړتيا وړ توکي بايد له همدې لارې وارد شي.
هغه له حکومته غواړي چې د حيرتان امنيت او د سوداګرو خونديتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.
د قاسمي په وينا، د حيرتان بندر له لارې د وارداتو او صادراتو کچې ټيتېدو ترڅنګ په بلخ ولايت کې د پانګونې کچه هم د پخوا په پرتله په بېساري ډول کمه شوې ده.
ده زیاته کړه چې د لويو ښارونو تر څنډو د نا امنۍ او جګړې د څپو را رسېدل ډېری سوداګر پر راتلونکي بې باوره کړي؛ نو ځکه هغوی پانګونې ته زړه نه ښه کوي.
د بلخ سوداګرۍ خونې دغه مسوول زياته کړه: “خصوصي سکټور او په ځانګړي ډول سوداګر همېشه بېطرفه پاتې شي او د دوی هدف دا دی چې د خلکو د اړتيا وړ مواد پوره کړي؛ نو زه د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت او طالبانو څخه غواړم چې سوداګرو ته دې ستونزې نه جوړوي او د دوی د مال او ځان خونديتوب برخه کې دې قناعت وړ اجراات وکړي.”
نوموړي هيله مندي وښوده چې د جګړو روانه څپه به لنډمهاله وي.
د هغه په وينا، سوداګر ژمن دي چې له شته ټولو ستونزو سره سره بيا هم خپل فعاليتونه جاري وساتي.
قاسمي وويل چې سوداګر چمتو دي څو د امنيتي وضعيت له ښه کېدو وروسته ميليونونه ډالر پانګونه وکړي.
د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرايي مدير په خپلو خبرو کې وويل چې څو ورځې وړاندې په حيرتان بندر کې د رېل پټلۍ له لارې سوداګريزه راکړه ورکړه متوقف شوې وه.
خو هغه زياتوي چې دمګړی دغه ستونزه حل شوې او د يکشنبې په ورځ د رېل پټلۍ له لارې له چين هيواد څخه وارد شوي سوداګريز توکي حيرتان ته را ورسېدل.
په بلخ کې سوداګرۍ خونه په داسې مهال په حيرتان بندر کې د وارداتو او صادراتو د کمېدو خبره کوي چې وړمه شپه هم طالبانو د دغه بندر پر دفاعي پوستو بريد کړی و.
Views: 151