Pajhwok Afghan News

کرزی: د سولې جدي خبرې پیلیږي، افغانان دې هېواد نه پرېږدي

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۰): پخواني ولسمشر حامد کرزي، په هېواد کې د سولې ژر ټینګښت ته هیله مندي وښوده، حکومت او طالبان یې سولې ته راوبلل او پر افغانانو یې غږ وکړ چې بهر ته له تګ څخه ډډه وکړي او خپل هېواد اباد کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن کابل کې خبریالانو ته وویل: «موږ د افغانستان خلک باید د خپلې خاورې په ارزښت پوه شو. نن د دې لپاره راغلی یم، چې ووایم وېره له ځانونو لرې کړئ. موږ باید پر خپلو ځانونو باور ولرو.»

هغه وایي:« سولې ته رسیږو انشالله تعالی، تاسو به ډېر ژر د سولي خبرو د جدي پیل شاهدان واوسئ، حوصله وکړئ، تدبیر وکړئ او د سولې خوا ته ولاړ شئ.»

د سولې بین الافغاني خبرې شاوخوا لس میاشتې مخکې په دوحه کې پیل شوي، خو تر اوسه یې یوازې د سولې خبرو پر تګلاره هوکړه کړې او تر هغه وروسته دغه خبرې ورو او پیکه مخته روانې دي او پرمختګ یې نه دی کړی.

کرزي طالبانو ته په خطاب کې وویل چې د ولسوالیو په نیولو څه نه کیږي، تاوتریخوالی دې پرېږدي او د سولې لپاره دې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې طالبانو بریدونو ته زور ورکړی او په دې موده کې یې تر ۱۸۰ ډېرې ولسوالۍ نیولې دي.

کرزی وایي:« په طالبانو غږ کوم – ما ورته په وار، وار د ورور خطاب کړی چې له امله یې پر ما انتقاد هم شوی – ورته ویلي مې دي چې دا مو هېواد دی، هغه څه چې په تېرو شلو کلونو کې جوړ شول ټول زموږ دي، د خارجیانو نه دي، دا مه ورانوئ.»

پخواني ولسمشر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که طالبان سوله وکړي او راشي مرسته به ورسره وکړي.

ده همدا راز له حکومت څخه هم وغوښتل چې د سولې را منځته شوی فرصت له لاسه ورنه کړي، سوله وکړي او خلک له اوسني حالت څخه و ژغوري.

د ده په وینا، افغانستان هغه هېواد دی چې د نړۍ واکمنان ورته اړ دي.

هغه وویل: «هغو ځوانانو ته چې امریکا او غرب ورته وایي، زموږ سره وئ، خدمت مو وکړ او ورته وړاندیز کوي چې زموږ سره ولاړ شئ، زه ورته وایم چې ورسره مه ځئ، دا وړاندیز یې مه منئ، هغوی ستاسو له زده کړو او وړتیاوو کار اخلي، تاسو په خپله خاوره کې پاتې شئ او د خپلې خاورې خدمت وکړئ.»

څو ورځې وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت امنیتي وضعیت ته په اشارې ویلي، هغوی دوه زره افغان مېرمنو ته وېزې ورکوي چې تر ګواښ لاندې دي.

کرزي ښځو ته په خطاب کې وویل چې حقونه به یې خوندي وي او اندېښنه دې نه کوي.

هغه په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وویل:«افغانان له هغه افراطیت څخه کړیږي، چې د سړې جګړې د اهدافو لپاره پرې تحمیل شوی؛ داعش د همدې سیاست نتیجه ده.»

Views: 200

Exit mobile version