Pajhwok Afghan News

نوی والي: د بامیان هغو اوسېدونکو چې خپل کورونه پرېیښي بېرته دې راستانه شي

بامیان (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰): د بامیان نوي والي محمد طاهر زهیر د خپل کار په لومړۍ ورځ د لاسه وتلو ولسوالیو د بېرته نیولو خبره وکړه او د بامیان له هغو اوسېدونکو چې په دې وروستیو ورځو کې يې دغه ولایت پرېیښی دی، وغوښتل چې بېرته خپلو کورونو ته را ستانه شي.

زهیر پنځه کاله د ولایت دنده لرله او له تېر یوه کال راهيسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست په توګه دنده تر سره کړه، خو پرون د سیمه ییزو ارګانونو ادارې له خوا يو ځلي بيا د بامیان د والي په توګه معرفي شو.

تردې مخکې سيد انور رحمتي د باميان والي و.

زهير نن (د چنګاښ په ۲۳ مه) د خپل کار په لومړۍ ورځ چې د بامیان زرګونو اوسېدونکو ته خبرې کولې، له هغو بامیانیانو څخه چې د ناامنیو له امله يې دغه ولایت پرېیښی دی، وغوښتل چې بېرته خپل ولایت ته راستانه شي.

ده زیاته کړه: «د بامیان له ټولو شریفو خلکو څخه چې د یوې رواني جګړې له امله يې خپل کورونه پرېیښي وو، غواړم چې بېرته راستانه شي. زه دلته یم، بامیانو ولایت ته به هېڅ جنایتکار، قاتل، طالب او غلو ته د داخلېدو اجازت ورنه کړو.»

هغه وویل چې په دغه ولایت کې له امنیتي سرتېرو سره په اړیکه کې دی او هڅه کوي چې سقوط شوې ولسوالۍ  ډېر ژر بېرته ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ امنیتي سرچینو د طالبانو په لاس د یاد ولایت د کهمرد او سیغان  ولسوالیو او د شیبر ولسوالۍ د ځينو سيمو د سقوط  خبر ورکړی و.

د یادو ولسوالیو سقوط په داسې حال کې شوی چې بامیان د هېواد په کچه تر ټولو امن ولایت ګڼل کېده.

په دغه ولایت کې د ولسوالیو له سقوط  وروسته پرون سلګونو اوسېدونکو خپل کورونه پرېښودل او کابل ته راغلل.

Views: 43

Exit mobile version