Pajhwok Afghan News

په ترینکوټ کې يو نظامي څارنوال ووژل شو

ترینکوټ (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰): د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې په مرکز ترینکوټ کې يو نظامي څارنوال د ناپېژاندو وسله والو له خوا پر ډزو وژل شوی دی.

د ترینکوټ ښار د پوليسو د لومړۍ حوزې آمر ميرویس، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر نوموړي څارنوال وسله والو نن مازیګر هغه مهال برید کړی چې څارنوال له خپل کور څخه د وتلو په حال کې و.

ده زياته کړه، په دغه بريد کې ياد شوی څارنوال وژل شوی دی.

يوې بلې سرچينې بیا پژواک ته وويل چې وژل شوی شخص حبیب الله نومېده او د ملي امنيت څارنوالۍ کې يې دنده درلوده.

Views: 68

Exit mobile version