Pajhwok Afghan News

نادري: د طالبانو له خوا نیول شوو ولسوالیو کې ۱۳میلیونه وګړي له عامه خدمتونو بې برخې شوي

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰) : د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون رییس وایي، په هغو ولسوالیو کې چې وسله والو طالبانو نیولې دي ۱۳ میلیونه وګړي له عامه خدمتونو بې برخې شوي دي.

خو طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون رییس نادر نادري د چنګاښ په ۲۴ مه په کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې وسله والو د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې ۲۶۰ اداري ودانۍ ړنګې او یا هم سوځولې دي.

هغه زیاته کړه، د طالبانو له خوا په ۱۴۹ ولسوالیو کې د اداري ودانیو تجهیزات او امکانات له نیولو وروسته چور شوي دي.

د نادري په وینا، هغه ولسوالۍ او سیمې چې طالبانو نیولې دي له ۱۳ میلیونو زیات وګړي له عامه خدمتونو څخه بې برخې شوي او د سلګونه پراختیايي پروژو کارونه په بشپړ ‌ډول بند شوي دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خومتونو رییس وایي، هغه ولسوالۍ چې طالبانو نیولې دي د ملکی خدمتونو له ۵۰ زرو څخه زیات کارکوونکي له نا څرګند برخلیک سره مخ دي او نه شي کولای چې دندو ته حاضر شي.

هغه وویل، یواځې تخار ولایت کې د طالبانو واکمنۍ لاندې ولسوالیو کې ۱۱۲ پراختیایي پروژې چې په روان کال کې ورته منظور شوې وې اوس په بشپړه توګه بندې شوې دي.

نادري زیاته کړه، په ۱۰۶ ولسوالیو کې د عامه خدمتونو بنسټونو ۲۶۰ ودانۍ په قسمې او یا په کلي توګه ویجاړې شوې دي.

نوموړی وایي، د هېواد ۸۲ ولسوالیو کې سل سلنه تجهیزات چور شوي، ۱۸ ولسوالیو کې له ۷۰ څخه تر ۹۰ سلنه، ۱۴ ولسوالیو کې ۶۰ سلنه او په ۳۵ ولسوالیو کې ۵۰ سلنه تجهزات چور شوي دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس نادر نادري زیاته کړه:”هغه سیمې چې طالبانو لاندې کړې دي، مېرمنې په ‌کې دندو ته نه‌ شي تللی، ځکه چې طالبانو دولتي ودانۍ ویجاړې کړې دي. ښځو ته د طالبانو مستقیم او غیرمستقیم ګواښونه هم دي.”

خو هغه زیاته کړه، طالبانو په ځینو ولسوالیو کې روغتیایي ښځینه کار کوونکو ته د حجاب او شرعي محرم لرلو د قید په ایښودو سره د فعالیت اجازه ورکړې ده.

خو طالبانو د نادر نادري یادې څرګندونې رد کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې په ۱۹۳ ولسوالیو کې خلکو ته د هر ډول خدماتو زمینه برابره شوې ده، ډاډمن امنیت ټينګ ده.

هغه زیاته کړې چې په دې ولسوالیو کې بیت المال یا د خلکو شخصي اموال نه چور شوي نه ضایع شوي او نه هم زیان ورته رسیدلی دی.

مجاهد دغه راز ویلي، چې د پروژو کارونه روان دي، موسسې او شرکتونه هم خپل کارونه پرمخ وړي او سوداګریزې چارې هم روانې دي.

Views: 32

Exit mobile version