Pajhwok Afghan News

د ازبکستان ولسمشر: موږ د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ یو

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰): د ازبکستان ولسمشر وايي، هېواد یې د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ دی او په بېلابېلو برخو کې خپلو دوامدارو همکاریو ته ژمن دی.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني ازبکستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ نن له غرمې مخکې د ازبکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف سره وکتل.

سرچينه زياتوي، د ازبکستان د جمهوري ریاست کوک سرای ماڼۍ کې د یاد هېواد جمهور رئیس شوکت میرضیایف جمهور رئیس محمداشرف غني او ورسره پلاوي ته تود هرکلی ووایه.

سرچينه کاږي، دواړو جمهور رئیسانو د ازبکستان او افغانستان د ګډې پولې د امنیت د لا ټینګښت، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ، ترانزیټ، د برېښنا لېږد او اورګاډي پټلۍ، افغان سولې او سیمه ییزې اجماع په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې پر دې هم ټینګار وشو چې پلازمېنه تاشکند سباني جوړېدونکي د منځنۍ او سوېلي اسیا، سیمه ییز اتصال، فرصتونو او ننګونو بین المللي کنفرانس کې باید ټول په ځانګړي ډول ګډون کوونکي هېوادونه د افغانستان د سولې پروسې، نظام او خلکو ملاتړ ته وهڅول شي.

د ازبکستان جمهور رئیس شوکت میرضیایف وویل، هېواد یې د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ ولاړ دی او په بېلابېلو برخو کې خپلو دوامدارو همکاریو ته ژمن دی.

په پای کې جمهور رئیس غني د جمهوررئیس شوکت میرضیایف له ښه نیت، د همکاریو د ژمنتیا او مېلمه پالنې څخه قدرداني وکړه.

Views: 47

Exit mobile version