Pajhwok Afghan News

لغمان کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله ۱۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

جلال اباد (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۰): ځایي چارواکي وایي چې د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوري د هاوان مرمۍ برید کې ۱۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د امنيې قوماندانۍ وياند شفيع الله افغانيار د چنګاښ په ۲۴مه له پژواک اژانس سره خبرو کې پېښه تاييد کړه خو نور معلومات يې نه درلودل.

خو د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره ورځ ناوخته د الینګار ولسوالۍ د توپاک او نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ ترمنځ د خلیل اباد په سیمه کې پر ولسي کورونو د هاوان مرمۍ توغولې دي.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

دولتزی وايي، په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو زیاتوي چې د شمېر په تړاو يې معلومات نشته.

د سيمې يوه اوسېدونکي اول خان پژواک ته وويل چې پېښه د لغمان او نورستان ترمنځ په يوه غرنۍ سيمه کې رامنځته شوې چې ټپيان په ډېرې سختۍ تر روغتونه رسول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

Views: 129

Exit mobile version