Pajhwok Afghan News

د کرونا او نا امنیو له امله په بلخ کې د غالۍ اوبدلو یو شمېر کارخونې تړل شوې دي

مزارشريف (پژواک، ۳۰چنګاښ ۱۴۰۰): په بلخ ولایت کې د غالیو اتحاديې مسوولين وايي چې په وروستيو مياشتو کې د کرونا ويروس او سختو جګړو له امله د غالۍ اوبدلو يو شمېر کارخونې سقوط شوې دي.

دوی زیاتوي چې له همدې امله له ولسواليو ښار ته د اوبدل شوو غالينو د لېږد پروسه هم ټکنۍ شوې ده.

په بلخ کې د اقتصاد رياست او سوداګرۍ خونې مسوولين هم وايي چې د غالیو کاروبار له کمرنګه کېدو سره د خلکو اقتصادي ستونزې هم زياتې شوې دي.

د افغانستان شمال زون د غاليو په صنعت کې مهم ځای لري، خو اوس د جګړو او کرونا له امله دغه صنعت زيانمن شوی دی.

په بلخ کې د غاليو اتحاديې مسوول عبدالستار بېکزاده پژواک اژانس ته وويل چې د غاليو صنعت له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.

هغه زياته کړه چې له يوې خوا کرونا ويروس او بل لور ته روانه جګړه د دې لامل شوې چې د غالينو اوبدلو يو شمېر وړې کارخونې خپل فعاليتونه بند کړي.

نوموړی وايي: “په ځينو ولسواليو کې د شديدو جګړو له امله کورنۍ بېځايه شوې چې ورسره د غالينو کاروبار هم کمرنګه شوی او ځينې وړې کارخونې له فعاليته لوېدلې دي.”

بېکزاد وايي چې د لويو لارو نا امنيه کېدل هم د دې سبب شوي چې په ولسواليو کې توليد شوي غالۍ تر ښاره ونه رسېږي.

هغه زياتوي چې حکومت بايد په بلخ کې د قالينو صنعت د فعال پاتې کېدو لپاره عملي اقدامات وکړي.

د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکي ګل احمد پژواک ته وويل چې شاوخوا دوه مياشتې کېږي د غالۍ اوبدلو يوه وړه کارخونه يې تړل شوې ده.

هغه چې د جګړو له امله مزار ښار ته راکډه شوی، وايي، پخوا يې په خپل کور کې د غاليو اوبدلو يوه کارخونه درلوده چې د کورنۍ څلور غړي يې په کې په کار بوخت وو.

د ده په وينا، کله چې يې په سيمه کې جګړه پيل شوه، نو دی مزار ښار ته را وکوچېد او د غالۍ اوبدلو کاروبار يې هم پرېښود.

نوموړی اوس په مزار ښار کې د بېځايه شوو په يوه پنډغالي کې اوسېږي.

ګل احمد زياتوي، که څوک يې مالي ملاتړ وکړي، نو حاضر دی چې ښار دننه د غالۍ اوبدلو لړۍ پيل کړي.

مصطفی د مزار ښار د روضې ختيځ لور ته د غالينو پلورنځی لري.

هغه پژواک ته وويل چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې يې يوه وطني غالۍ هم نه ده خرڅه کړې.

نوموړی وايي، هغه کسان چې پيسې لري، هغوی له هېواده د بهر وتلو په هڅه کې دي.

د هغه په خبره، يو شمېر هغه کورنۍ چې پخوا به يې غالۍ اوبدلې، اوس پر نورو چارو بوختې دي او دغه صنعت ته يې شا ور اړولې ده.

مصطفی زيآتوي چې حکومت بايد افغاني غاليو ته د بازارموندنې په برخه کې لازم تدابير ونيسي.

د بلخ د اقتصاد رييس انجنير جنت ګل شرافت پژواک ته وويل چې د کرونا او جګړو له امله په تېرو درېیو میاشتو کې زياتو خلکو خپل کاروبارونه له لاسه ورکړي.

هغه زياتوي چې غالۍ د افغانستان مهم صنعت دی؛ خو په وينا يې چې د کرونا او جګړو له امله يې کاروبار پيکه شوی دی.

شرافت وايي چې د غالۍ اوبدلو يو شمېر وړو کارخونو په بندېدو سره د غالۍ اوبدونکو کورنيو اقتصادي وضعيت هم خراب شوی دی.

په ورته مهال د بلخ د سوداګرۍ خونې اجرايوي مدير نصيراحمد قاسمي هیله من دی چې د غالۍ اوبدلو صنعت به د تېر په څېر بيا ځلي وده وکړي.

هغه زياته کړه چې اوس هم په نړيوالو بازارونو کې د افغانستان غالۍ مهم ځای لري.

د قاسمي په خبره، ښايي شته ستونزې موقتي وي او ژر بېرته د غالي اوبدلو کاروباريان خپل فعاليت پيل کړي.

په بلخ کې د غاليو اتحاديې مسوولين او د غاليو يو شمېر کاروباريان د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې لا هم د افغانستان غالۍ په قاچاقي ډول پاکستان ته وړل کېږي او له هغه ځايه نړيوالو بازارونو ته د پاکستان په نوم صادرېږي.

دوی له حکومت غواړي چې د خصوصي سکټور، په ځانګړي ډول د غاليو صنعت د رکود مخه ونيسي.

Views: 17

Exit mobile version