Pajhwok Afghan News

په فاریاب کې د ۱۸ طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه

میمنه (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۰): په فاریاب کې امنیتي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې ۱۸ طالبان وژل شوي او د طالبانو له خوا د ډیسي توپ د مرمیو لګېدو له امله دوه ملکي کسان وژل شوي دي .

د فاریاب امنیه قوماندان جنرال روح الله خلیل اوغلي پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېر ماښام د میمنې پر ښار د ډیسي توپ ۷ مرمۍ وتوغولې چې پنځه یې پر هوایي ډګر او لومړۍ لوا ته نږدې لګېدلي او دوه یې د محبس او درېیمې ناحیې مخ ته ولګېدې.

نوموړي زیاته کړه چې د ښار په بېلابېلو برخو د یادو مرمیو د لګېدو په پایله کې دوه ښځې وژل شوي او یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

سرچینې په ډاګه کړه چې د دغو مرمیو د لګېدو په پایله کې دولتي او نظامي تاسیساتو ته ډېر زیان نه دی اوښتی.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرمیو له توغولو وروسته تېره شپه امنیتي ځواکونو د پښتونکوټ ولسوالۍ په خواجه ناموسي سیمه کې د طالبانو پر یوه مرکز برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه چې د یاد برید په پایله کې ۱۸ طالبان وژل شوي او د دغې ډلې یو ډيسي توپ او دوه ټانګونه له منځه وړل شوي دي.

ده وویل چې د طالبانو یو مخکښ غړی مفتي اسماعیل له پنځو ملګرو سره په دغو ۱۸ وژل شوو کسانو کې شامل دی، هغه   په خپل فولډر موټر کې چاودېدنکي توکي انتقالول چې ووژل شو.

طالبان په خواجه موسی سیمه کې د امنیتي ځواکونو برید، د یوه ډیسي توپ او یوه ټانګ تخریب تایید وي، خو د خپلو کسانو د وژل کېدو خبر ردوي.

په فاریاب کې د طالبانو یوې باوري سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله د مفتي اسماعیل په ګډون د خپلو کسانو د وژل کېدو خبر رد کړ.

خو ده تایید کړه چې مفتي اسماعیل پرون د ما سپښين له لمانځه وروسته غوښتل په خپل موټر کې سپور شي چې ځای پر ځای شوي ماین پرې چاودنه وکړه، په پایله کې اسماعیل او د ده موټرچلوونکی احمد برسېرن ټپیان شوي دي.

Views: 26

Exit mobile version