Pajhwok Afghan News

په تخار کې ١٢ زره کورنۍ د جګړو له امله بې ځايه شوې دي

تالقان (پژواک، ٦ زمرى ١٤٠٠): د تخار د کډوالو چارو رياست وايي چې د وروستيو جګړو له امله په دغه ولايت کې شاوخوا ١٢ زره کورنۍ بې ځايه شوي او دا مهال له سختو ستونزو سره مخ دي.

د تخار د کډوالو چارو رييس محمد ياسين لبيب د زمري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو له امله له مرکز او ولسواليو څخه زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.

هغه وايي:”دغو خلکو د جګړې له وېرې خپل کورونه او د کور نور شيان پرېیښي يوې او بلې سيمې ته کډه شوي دي.”

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تر اوسه په تخار کې ١٢ زره کورنۍ بې ځايه شوې چې د مرستې په موخه یې سروې پيل شوې ده.

دى زياتوي: “دغه کورنۍ دا مهال يا په ښوونځيو کې مېشتې شوي او يا هم د خپلوانو په کورونو کې پراته دي.”

لبيب له مرستندويه ټولنو او موسسو غوښتنه وکړه چې له يادو بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي او نورو توکو مرستې وکړي.

بل لورته بې ځايه شوي کسان خپل د ژوند له بد حالت څخه شکايت کوي.

د دوى له ډلې جان محمد پژواک ته وويل چې د تالقانو ښار له خسکپې سيمې څخه بې ځايه شوى دى.

ده زياته کړه: “يوه مياشت کيږي زموږ سيمه د جګړې لومړۍ کرښه ده، هره شېبه ډزې وي، د هاوان مرمۍ لګيږي او نورې ستونزې دي موږ د جګړې له وېرې دلته راغلي يو او په مکتب کې له سلګونو نورو کورنيو سره يوځاى ژوند کوو.”

همدارنګه د جمشيد په نوم يو بل بې ځايه شوي پژواک ته وويل چې له درقد ولسوالۍ د تالقانو ښار ته کډه شوى دى.

دى زياتوي: “زموږ په سيمه کې ډېر کورونه سوځول شوي، هره ورځ خلک وژل کېدل له مجبوريته دلته تالقانو ته راغلي يو او دلته هم چندان وضعيت سم نه دى.”

يو شمېر نورو کډوالو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې تر اوسه له دوى سره هیڅ ډول مرستې نه دي شوي او له سختو ستونزو سره مخ دي.

بل لورته د تخار ولايت حکومتي مسوولين وايي، کوښښ کوي چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت ترڅنګ له بې ځايه شويو خلکو سره مرستې هم ترسره کړي.

د يادونې ده چې په تېرو دوو مياشتو کې وسله والو طالبانو د تخار ولايت ټولې ولسوالۍ نيولې دي او دا مهال جګړه د تالقانو ښار څنډو ته رسېدلې ده.

Views: 35

Exit mobile version