Pajhwok Afghan News

د لوګر د عدليې رييس وژل شوى

کابل (پژواک، ٦ زمرى ١٤٠٠): د عدليې وزارت وايي چې د لوګر ولایت د عدليې رييس په کابل کې وژل شوى دى.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د عدليې وزارت له لوري د زمري په شپږمه رسنيو ته استول شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د لوګر د عدليې رييس محمد ګل علم تېره ورځ د کابل ښار د درېيمې حوزې اړوند د سيلو په سيمه کې د ناپېژاندو کسانو له لوري وژل شوى دى.

د عدليې وزارت دغه پېښه غندلې او ويلي يې دي: “دغه ډول کړنې د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان ترسره کوي.”

په خبرپاڼه کې عدليې وزارت له امنيتي ارګانونو غوښتنه کړې چې د يادې پېښې عاملين پيدا او د قانون منګلو ته يې وسپاري.

په ورته وخت کې د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز هم دغه پېښه تاييدوي او وايي چې د عاملينو د نيولو هلې ځلې يې پيل شوې دي.

د يادې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلی.

 

Views: 249

Exit mobile version