Pajhwok Afghan News

د بغلان خلک: د لارو بندوالي له امله مو د خټکیو حاصلات د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي

پلخمري (پژواک، ٩ زمرى ١٤٠٠): د بغلان يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د لارې بندوالي له امله يې خټکي د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي او که چېرې خلاصه نه شي، له سخت مالي زیان سره به مخ شي.

دوى زياتوي چې له څه مودې راهيسې د ظهرابي سيمې لويه لار له مرکز پلخمري سره تړل شوې ده.

د بغلان د دوشي ولسوالۍ اړوند د ظهرابي سيمې اوسېدونکي نور حبيب د زمري په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې امنيتي ځواکونو د دوى د سيمې عمومي لار بنده کړې ده.

ده زياته کړه: “زموږ په سيمه کې پر دوه زره جريبه ځمکه خټکي کرل شوي، اوس پاخه شوي، که چيرې دغه لار خلاصه نه شي، له سخت مالي زیان سره به مخ شو.”

د همدې سيمې يو بل کروندګر ملا محمد امين پژواک ته وويل، که په دوو يا درېیو ورځو کې د دوى د کلي لار خلاصه نه شي، ټول خټکي به يې خراب او له منځه ولاړ شي.

دى زياتوي: “ډېر وخت نه لرو، لار بايد خلاصه کړي، خټکي مو نور خرابېږي، د يو کال خواري مو بېځايه ځي او سخت تاوان به هم وکړو.”

دغه راز يو بل کروندګر سيد رحمان پژواک ته وويل چې د ظهرابي سيمې ترڅنګ د کيله ګۍ سيمې خټکي او هندواڼې هم ښه نوم او شهرت لري خو سږ کال د لارې تړل کېدو له امله بازار ته له رسېدو پاتې دي.

ده زياته کړه چې کروندګر په ډېرو ستونزو خپل رسېدلي حاصلات په کراچيو او اسونو تر بازاره رسوي چې دا چاره تر ډېره بريالۍ نه ده.

ګڼ شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې او له امنيتي مسوولينو يې غوښتنه وکړه چې په موقتي ډول دې د څو ورځو لپاره لار پرانيزي څو دوى خپل خټکي او نور حاصلات تر مارکېټه ورسوي.

خو دوى ګواښ وکړ، که چېرې هر څو ژر دغه لار خلاصه نه شي، له ښځو او ماشومانو سره يوځاى به د کابل- شمال پر لويه لار خېمې ووهي او لار به د ترافيکو پر مخ وتړي.

په دې اړه د بغلان د کرنې رييس عبدالغياث صديقي پژواک ته وويل چې دغه موضوع يې له اړوند مسوولينو سره شريکه کړې ده.

ده هم ټينګار وکړ چې حکومتي مسوولين بايد د ظهرابي لار پرانيزي څو کروندګر خپل حاصلات بازار ته ورسوي او تاوان ونه کړي.

په دې اړه د بغلان امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو د هيچا پر مخ په هيڅ سيمه کې لار نه ده تړلې.

ده وويل: “په دې به  اړه به د سيمې له مسوولينو سره اړيکه ونيول شي، که داسې کومه ستونزه وي، ژر به حل شي.”

د يادونې ده، بغلان د خټکيو او هندواڼو په برخه کې له کندوز وروسته دويمه درجه ولايت دى چې دغه مېوه په کې ډېره توليديږي.

Views: 169

Exit mobile version