Pajhwok Afghan News

د بلخ ځوانان: په جنګ ځپلو سيمو کې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي

مزارشريف (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۰): د بلخ ولايت يو شمېر ځوانان او مدني فعالان وايي چې د وروستيو جګړو له امله په ګڼو سيمو کې بشري او انساني حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

دوی چې د زمري په ۱۰مه په مزارشريف ښار کې د سولې او جګړې فرصتونو او ستونزو په نوم کنفرانس کې راټول شوي وو، همدا راز يې د طالبانو او حکومت ترمنځ د يوه بېړني اوربند غوښتنه هم وکړه.

په بلخ کې د نوي نسل جرګې يوې مسوولې فروزان اريا پژواک ته وويل چې په هېواد کې د جګړو له زياتېدو سره سم دوی غواړي څو پر هغو مسايلو ځوانانو سره بحث وکړي چې له امله يې جګړه راکمېدای شي.

د هغې په وينا، په دغه کنفرانس کې يې د ټولنې بېلابېل اقشار را دعوت کړي او د سولې د شته فرصتونو پر برجسته کېدو ورسره خبرې کوي.

مېرمن فروزان زياته کړه چې د ځوانانو دغه نظريات بيا د پروګرام په پای کې د يوه پرېکړه ليک په توګه ترتيبېږي او يوناما ته سپارل کېږي.

نوموړي وويل چې روانې جګړې په ګڼو ولايتونو کې ملکيانو ته درانه تلفات اړولي او بايد مخه يې ونيول شي.

په مزارشريف کې مدني فعال بشير بدلون پژواک ته وويل چې د سولې روانه پروسه ځنډنۍ او زمان ګيره شوې چې ورسره جګړو هم زور اخيستی دی.

د هغه په خبره، په اوسنيو شرايطو کې تر ټولو ډېره اړتيا د طالبانو او حکومت ترمنځ يوه بېړني اوربند ته ليدل کېږي.

بدلون وايي: “د جګړو له امله په ګڼو ولسواليو کې د بيارغونې چارې ځنډېدلې دي، روغتيايي او معارف برخو چارې ټکنۍ شوې او خلک ته پراخ مالي زیان او تلفات اوښتي دي.”

د هغه په وينا، طالبان او حکومت بايد دې نتيجې ته رسېدلي وای چې روانه جګړه له پوځي لارې نه شي ګټل کېدای.

په بلخ کې د ښځو د حقونو يوې فعالې فريبا اکبريار پژواک ته وويل چې د هېواد په ګڼو ولايتونو کې  د جګړو له امله خلکو ته د ځاني زيانونو اوښتو ترڅنګ انساني او بشري حقونه هم تر پښو لاندې شوي دي.

هغې وويل چې په سقوط شوو سيمو او ولسواليو کې د ښځو پر تعليم محدوديتونه لګېدلي او همدا راز پر سياسي او ټولنيزو چار بنديزونه وضع شوي دي.

نوموړې وايي چې حکومت او طالبان بايد د سولې له روان فرصته په استفادې يوه سياسي توافق ته ورسېږي.

Views: 14

Exit mobile version