کندوز ښار (پژواک، ١٠ زمرى ١٤٠٠): د کندوز امنيه قوماندان وايي چې په دغه ولايت کې يو ترافيک پوليس د طالبانو له لوري صحرايي محاکمه او وژل شوى دى، خو طالبان بيا دغه څرګندونې په کلکه ردوي.
دوه ورځې وړاندې د کندوز ولايت د ترافيکو مديريت د يوه غړي محمد بشير انځورونه په ټولنيزو رسنیو کې خپاره شول چې لاسونه يې شاته تړل شوي، په ګونډو کېنول شوى او د يوه وسله وال له لوري يې سرته تومانچه نيول شوې ده.
ځينې کسانو په ټولنيزو رسنيو کې ويلي چې دغه کار د داعش وسله والې ډلې له لوري ترسره شوى دى.
خو د کندوز امنيه قوماندان سمونوال زبردست صافي د زمري په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى د څېړونو له مخې، محمد بشير د وسله والو طالبانو له لوري صحرايي محاکمه او وژل شوى دى.
ده زياته کړه: “په دغه ولايت کې داعش نشته، طالبان د دې لپاره چې له ګاونډيو هېوادونو څخه امتياز ترلاسه کړي داسې کارونه کوي چې خلک فکر وکړي دلته هم داعش شته دي.”
قوماندان ډاډ ورکړ چې د وژل شوي ترافيک قاتلين پيدا کوي او د خپلو اعمالو په سزا يې رسوي.
ده وويل چې د محمد بشير له کورنۍ سره به نغدي او نوره مرسته هم وکړي.
په ورته وخت کې د وژل شوي ترافيک زوى احسان پژواک ته وويل چې د بېوزلۍ له امله دوى په ناامنه سيمه کې ژوند کاوه، نو ځکه يې پلار د وسله والو لاسته وغورځېده.
هغه وايي: “پلار ته مې ډېر کم معاش ورکاوه په هماغه زموږ ګوزاره روانه وه، خو دې ناځوانانو پلار راته مړ کړ خو اوس مې غوښتنه دا ده چې د پلار قاتلين مې پيدا او مړه يې کړي.”
خو بل لورته طالبان د کندوز د امنيه قوماندان څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د طالبانو له لوري په کندوز ولايت کې کوم ترافيک نه دى وژل شوى.
هغه وايي، ترافيکان د عامو خلکو خدمتګاران دي او د وژل شوي ترافيک د پېښې په اړه دوى هم پلټنې کوي.
د يادونې ده چې کندوز د افغانستان د ناامنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې دا مهال يې د ټولو ولسواليو او د ښار د ځينو سيمو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.
Views: 533