ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشرغني په مشرۍ په الکترونیکي بڼه د کابینې لومړۍ غونډ ترسره شوه

د ولسمشرغني په مشرۍ په الکترونیکي بڼه د کابینې لومړۍ غونډ ترسره شوه

author avatar
1 Aug 2021 - 18:42
د ولسمشرغني په مشرۍ په الکترونیکي بڼه د کابینې لومړۍ غونډ ترسره شوه
author avatar
1 Aug 2021 - 18:42

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۰): حکومت وايي، د ولسمشر په مشرۍ په الکترونیکي بڼه د کابینې لومړۍ غونډه ترسره شوه.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په الکترونیکي بڼه د کابینې لومړۍ غونډه نن له غرمې مخکې د کابینې د غړو او د ویډیو کنفرانس له لارې د والیانو په ګډون، په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په پیل کې جمهور رئیس د هېواد د دښمنانو د بریدونو په دفعه کولو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او سرښندنو قدرداني وکړه او د افغانستان امنیتي او دفاعي ستراتېژۍ، د کابینې غړو د رول او د دې په څرګندولو سره چې په دغه ستراتېژۍ کې مشخصه برنامه شتون لري او د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړ سیاسي ملاتړ موجود دی، معلومات ورکړل.

سرچينه زياتوي، جمهور رئیس غني د کابینې د الکترونیکي سیستم د پرانیستې پر مهال د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي امنیت شورا دفتر او د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې د هڅو مننه وکړه.

خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د نړۍ له ټکنالوژۍ سره د افغانستان د حکومتولۍ د همګام کېدو د پیل په هکله چې دغه ټکنالوژي په ژوند کې د بدلون لامل شوې او د نړۍ ۶۰ سلنه مشورتي معاملې د الکترونیکي ټکنالوژۍ له لارې ترسره کېږي؛ همداراز ټکنالوژي وګړو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د تغییر لامل شوې او له دې جملې د روغتیا د راتلونکي زیاته برخه د ټکنالوژۍ پرمختګ پورې اړه لري، په اړه مفصل معلومات ورکړل.

نوموړي د معاشونو د ډیجیټلي ورکړې، د پاسپورټ سیستم په وصلولو سره د خدمتونو وړاندې کولو، پر برېښنایي تذکرې د ورکړو سیستم او دا چې د سیستمونو په ایجاد سره د معلوماتو د تبادلې په برخه کې زموږ عمده ستونزې حلېږي، هم توضیحات ورکړل.

ده څرګنده کړه، په نږدې راتلونکي کې به مرکزي بانک امنیتي او دفاعي ځواکونو او همداراز ملکي مامورینو ته له یو میلیون څخه تر پنځه میلیون افغانیو پورې د پورونو د ورکړې زمینه هم برابره کړي.

Visits: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.