ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې موټر بم او ډله ییز برید شوی

کابل ښار کې موټر بم او ډله ییز برید شوی

author avatar
3 Aug 2021 - 22:53
کابل ښار کې موټر بم او ډله ییز برید شوی
author avatar
3 Aug 2021 - 22:53

کابل (پژواک ۱۲ زمری ۱۴۰۰) د کابل ښار په لسمه حوزه کې د ملي دفاع وزیر بسم الله خان محمدي د کور تر څنګ ډله ییز  او موټر بم برید شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي د زمري په ۱۲ مه پژواک ته  وویل چې دا برید نن تر ماښام وروسته په اوه نیمو بجو شیر پور  کې شوی و.

هغه زیاته کړه چې د موټر بم تر چاودنې وروسته یو شمیر وسله وال یو کور ته ننوتل او ډزې پیل کړې.

نوموړی وایي چې ځانګړی امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدل او تر اوسه دوه بریدګر یې وژلي.

بلخوا د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي چې د جګړې له سیمې څخه شل کسان ویستل شوي.

یوې بلې سرچینې پژواک ته وویل چی د برید پر مهال د ملی دفاع وزیر بسم الله خان محمدي په کور کی نه وو.

د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.

Visits: 82

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.