Pajhwok Afghan News

ولسمشر: د متقاعدو جنرالانو او افسرانو له پوهې او تجربو څخه دې اعظمي استفاده وشي

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۰): ولسمشر غني وايي، د اعلی سرقوماندانۍ ترڅنګ به د ملي دفاع وزارت او په نورو کچو مشورتي بورډونه جوړ او په هغو کې به د وسله وال پوځ د متقاعدو جنرالانو او افسرانو له پوهې، تحلیلونو او تجربو څخه اعظمي استفاده وشي.

نوموړي دغه څرګندونې نن په سلام خانې ماڼۍ کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له متقاعدو جنرالانو او افسرانو سره په غونډه کې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په دغې غونډه کې د هغوی تحلیلونه او وړاندیزونه واورېدل.

سرچينه زياتوي، په دغې غونډه کې د ښې حکومتولۍ په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي نورالحق علومي وویل، د هېواد ستونزمنو شرایطو ته په کتو ټول باید د الله اکبر په ویلو د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ واوسو.

هغه زیاته کړه، د وسله وال پوځ متقاعدین تل د هېواد، ولس، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو د دفاع خدمت ته چمتو دي.

ورپسې سترپاسوال پوهاند عبدالرازق بېک، بریدجنرال سید محمد ثمر سادات، لوی پاسوال میرزامحمد یارمند، جنرال دولت وزیري او سمونوال حسیب ارین وویل، د پاکستان نیابتي جګړې پر وړاندې او د هېواد د استقلال د دفاع په خاطر خدمت ته چمتو دي.

دوی همدارنګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پیاوړتیا، د ولسي پاڅونونو د بسیج، تمویل، تجهیز او اصلاحاتو په اړه خپلې طرحې او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.

هغوی وویل: “د جمهوریت دفاع او بقا د افغانستان دفاع او بقا ده او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په مېړانه د دې لپاره مبارزه کوي او موږ په سر، مال، وینه، فکر، پوهه او کلکه اراده د خپل وسله وال پوځ ملاتړ کوو.”

هغوی وویل، طالبانو له الله اکبر څخه ناوړه ګټه اخیسته، ځکه نو دغه سپېڅلې ناره ورڅخه ولس واخیسته او هغوی یې بې انګېزې او بې وسیلې کړل.

جمهور رئیس غني د هغوی د څرګندونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل: “ستاسو له احساس، پوهې، تحلیل ، طرحې او تعهد څخه مننه او دا د ټولو هېوادوالو د هیله مندۍ موجب کېږي. تاسو ولیدل هېوادوالو د الله اکبر په ویلو سره د طالبانو د فتنې ځواب ورکړ.”

د ده په وينا، د طالبانو جګړه د هېواد، ملي ارزښتونو او عنعناتو خلاف جګړه ده او زموږ ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د ولس بېساری ملاتړ ورسره دی، په ټول قوت د طالبانو پر وړاندې جنګېږي.

هغه زیاته کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پیاوړتیا، مسلکي او غیر سیاسي کېدو لپاره زموږ هڅې ادامه لري.

غني څرګنده کړه، د اعلی سرقوماندانۍ ترڅنګ به د ملي دفاع وزارت او په نورو کچو مشورتي بورډونه جوړ او په هغو کې به د وسله وال پوځ د متقاعدو جنرالانو او افسرانو له پوهې، تحلیلونو او تجربو څخه اعظمي استفاده وشي.

جمهور رئیس وویل، د هېواد د دفاع په موخه یې یوولس میلیارده افغانۍ ملکي بوديجه کمه کړې او د منابعو په لا ښه او اغېزناک استمعال تمرکز کېږي. د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته جلب او جذب زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی، ځکه  خلک د ملېشو جوړول نه، بلکې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړتیا غواړي.

Views: 159

Exit mobile version