ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بهرنی سیاست؛ تناقض، پراډکس او واقعیتونه

د افغانستان بهرنی سیاست؛ تناقض، پراډکس او واقعیتونه

author avatar
6 Aug 2021 - 13:20
د افغانستان بهرنی سیاست؛ تناقض، پراډکس او واقعیتونه
author avatar
6 Aug 2021 - 13:20

لیکوال عبدالحی قانت:

بهرنی سیاست په نړیواله ټولنه کې د یو هیواد ملي ګټو لاسته راوړلو، ملي ثبات تضمینولو او خپلو ارزښتونو،‌ فرهنګ او تاریخ نړۍ ته د ورپیژندلو لپاره یوه وسیله ده.‌ دا چې دا وسیله څرنګه استفاده شي، هر هیواد د یو بل پر وړاندې د خپلې بهرنۍ پالیسي دکتورین جوړوي.‌
د بهرنۍ پالیسي دغه دکتورین هیوادونه خپلو امکاناتو، ننګونو او اهدافو ته په کتلو سره ترسیموي. د دې اهدافو لاسته راوړلو لپاره د ډپلوماسۍ دستګاه د عملي او اجرائي قوې په توګه کار کوي.‌
د افغانستان د معاصر بهرني سیاست لنډ تاریخ ته که ځیر شو،‌ مونږ تر ډېره بې طرفه سیاست غوره کړی.‌ د بې طرفۍ لویه وجه همدا وه چې مونږ همېش د قدرتونو تر منځ په بفر کې پاته شوې یو او د افغانستان د هغه وخت د شاهي ټولواک دا ډار ؤ چې ښايي طرفدار سیاست مو له ګټو زیات تاوان سره مخ کړي.‌
د بې طرفۍ سیاست ته هغه وخت د پای ټکی کېښودل شو چې د هیواد په معاصر تاریخ کې په لومړي ځل بهرنۍ آیډیالوژي (کمونېزم) هیواد ته را انتقال شوه او کوښښ وشو تر څو د هیواد د ملي منافعو برخلاف د حزبي او آیډیالوژیکو تمایلاتو پر اساس د سړې جګړۍ اور ته ور وغورځول شي.‌ د هیواد بهرنی سیاست دا مهال ټول په ټوله کې د هغو ټولو هیوادونو دښمني په غاړه واخستله چې د شوروي د بلاک پر وړاندې د امریکا ملګري ؤ.
دا چې د شوروي له یرغل مخکې او وروسته زمونږ کمونستانو د واقعیتونو پر وړاندې داسې اعمال وکړل چې د ټولنې حساسیت یې راوپاروه او خلک یې په لوی لاس مهاجرت او مبارزې ته محبور کړل.‌ د افغانستان د کمونستو ډلو دې کار په لوی لاس د شوروي مخالف بلاک ته فرصت ورکړ تر څو د دوی پر وړاندې مجاهدین بسپنه کړي.‌ آن تر دې چې جمي کارتر د هغه وخت د امریکا رئیس جمهور د کرسمس په د کرسمس په یوې پارټي کې امریکایانو ته وویل؛ نن ښه ډېر شراب وڅخۍ ځکه شوروي داسې تېروتنه وکړه چې بېرته ګرځول به یې ورته د ژوند به بیه تمام شي.
د همدې بنیادي غلطۍ وروسته مونږ بیا تر اوسه د دې جوګه نشو چې آزاد، مستقل او داسې بهرنی سیاست ولرو چې زمونږ دملي ګټو تمثیل وکړای شي.‌ زمونږ هیواد له دې وروسته په عکس العملي ډول له یو بل وروسته د فاجعو او ناخوالو شاهد ؤ.
نن څخه ۲۰ کاله وړاندې چې کله امریکا افغانستان ته راغله،‌ داسې فکر کېده چې د نړۍ دې زبر ځواک سره د افغانستان په یو ځای کیدلو به د بن په نتیجه کې منځ ته راغلی افغان دولت کامیابه تجربه وي.‌ نوي‌ افغان حکومت په نړیوال سیاست کې امریکا خپله سټراټیژیک ملګری هیواد باله خو ډېر ژر په داخل کې دا بحثونه را پورته شول چې امریکا د افغان حکومت سره تعامل د یو ستراتیژیک ملګري نه بلکې د یو بادار او غلام دی.‌ همدا د دې لامل شو چې د هیواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي امریکا سره مشکلات پیدا شي. د کرزي-امریکا روابط دونې ترخه شول چې دی په ښکاره ډول په امنیتي تړون او ځینو نورو مسائلو کې د امریکا پر وړاندې ودرېد.‌ ده ته دا مالومه شوې وه چې افغانستان ته د امریکا راتګ او د دوی دونې لوی وخت پورې پاته کېدل د افغانستان په خیر نه دي او دوی غواړي زمونږ له هیواد څخه د سیمې د کنترول لپاره د یوې وسیلې په توګه استفاده وکړي.‌
په سیمه کې د افغانستان د سیاسي انزوا لپاره په دې هیواد کې د ناټو شتون له ټولو لوی دلیل ؤ او د دې مجبوریت له امله په تېرو شلو کلونو کې زمونږ بهرنی سیاست په داسې شکل ترسیم شو چې له تناقضاتو ډک ؤ.
په دې تنافضاتو کې له ټولو لوی پراډاکس دا ؤ چې مونږ غوښتل په امنیتي لحاظ په ناټو او په اقتصادي لحاظ په سیمه تکیه اوسو. هغه څه چې له ارمان څخه هېڅ کم نه دي. افغان حکومت د ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر اشرف غني په دور کې د بهرنۍ پالیسۍ له ټولو لویه نکته دا بیانوله چې دوی غواړي افغانستان په یو داسې هیواد بدل کړي چې د سیمې د هیوادونو تر منځ د پل حیثیت ولري.‌ دوی دواړو په خبرو کې په دې ټینګار کاوه چې غواړي په اقتصادي لحاظ سوېل آسیا، مرکزي آسیا، شرقي آسیا او منځنی ختیځ سره د افغانستان له لارې وتړي. دا سیمه ایز نښلون بلکل سمه تګلاره وه او د سیمې هیوادونو هم ورته جدي اړتیا درلودله (لري). مشکل دا ؤ چې افغان حکومت په یو ارمانی شکل دا ستراتیژي ترسیموله او لا هم زمونږ په بهرني سیاست دا ارماني فکر ټپ دی.‌ د سمیې د درې قوي امنیتي سستمونو په منځ کې حکومت غوښتل د یو سستم برخه هم اونه اوسي، بلمقابل په امنیتي لحاظ د ناټو تر چتر لاندې اوسي او په اقتصادي لحاظ د دې جوګه شي چې د سیمې د نښلون وړتیا پیدا کړي.
دا کار په نړیوال سیاست کې یو ارمان او له واقعیت څخه ډېر لرې دی. افغانستان کې د امریکا او ناټو شتون پخپله د دې سبب دی چې د سیمې نښلون ناکام اوسي، ښايي زمونږ هیواد د همدې مرکزي او ستراتيژیکې نکتې له امله د ناټو د شل کلن دوام سبب ؤ.‌ په داسې حال کې چې مونږ به امنیتي لحاظ په ناټو تکیه اوسو دا ممکنه نه ده چې په اقتصادي لحاظ سره سیمه ونښلوو.‌
د سیمې ټول هیوادونه چې په لویه کې د امریکا دښمنان دي، زمونږ هیواد کې لاسوهنې ته په همدې مشروعیت ورکوي ځکه دوی ته د دوی ملي امنیت او ملي ثبات له هر څه ډېر ضرور او مهم دی. په ساده مانا اصلا افغانستان کې د ناټو نظامي حضور د دې سبب شوی چې د سیمې هیوادونه زمونږ پر وړاندې سنګرونه خلاص کړي.
آیا دا ممکنه ده چې په داسې بې باورۍ او لویې سیاسي لوبه کې مونږ د دې جوګه شو چې سیمه ایز نښلون رامنځ ته کړو؟‌
د ډاکټر اشرف غني بهرنۍ پالیسي هم د همدې تناقض ښکار وه. ده هم غوښتل چې د سیمې د نښلون له لارې افغانستان په اقتصادي لحاظ له انزوا وباسي او د امنیت په برخه کې په ناټو تکیه اوسي. ده سیمې لپاره د اقتصادي نښلون د برنامو به اړه غږېده خو په عمل کې یې د خپل کار په اوله ورځ امریکایانو سره ستراتیژیک تړون امضاء کړ.
مونږ اوس هم په دې کاذب خیال کې قرار لرو چې ګواکې امریکا زمونږ ستراتیژیکه ملګرې ده او مونږ به د سیمې په امنیتي سستمونو کې د سیمې له هیوادونو وژغوري. په عین حال کې په دې هم پوهېږو که چېرته غواړو زمونږ د هیواد مشکل تل لپاره پای ته ورسیږي، بلآخر به پردي رخصتوو او د سیمې کې به خپل باور اعاده کوو.‌ که چېرته آینده کې تلپاتی اقتصادي پرمختګ غواړو هم له همدې سیمې به یې کوو، مونږ بله لار نه لرو.
واقعیت دا دی چې مونږ باید د ناټو نړیوال چتر ته په دونې اهمیت قایل نه شو چې هغه زمونږ د هیواد داخلي ثبات او امنیت ته چېلېنج جوړ شي، مونږ په سیمه کې بدنام او بې باوره کړي او زمونږ د اوږدمهال پیشرفت مخه ونیسي.‌ مونږ باید په واقعیتونو ولاړ تعامل وکړو او ځان تل لپاره له دې دلدله وباسو.
زمونږ بهرنی سیاست یو نوي دید ته اړتیا لري او همدا ورځې چې د ناټو او امریکا ځواکونه له افغانستان څخه اوځي، دې بحث لپاره ښې او مناسبې ورځې دي. مونږ نه باید د ناټو له وتلو وروسته د ناټو تش په نوم امنیتي چتر لاندې پاته شو بلکې باید سیمې ته د دې اطمینان ورکړو چې مونږ نور د امریکا او ناټو لپاره د وسیلې په توګه نه استفاده کېږو.‌
افغانستان باید په اقتصادي لحاظ د سیمې په سستمونو کې ځان ځای پر ځای کړي او په امنیتی توګه د ناټو له چتر څخه د وتلو اعلان وکړي.‌
د سیمې د امنیتي سستمونو په منځ کې دا مهال یو داسې قوي سستم نشته چې مونږ یې برخه وګرځېدلای شو. مونږ باید د سیمې په امنیتي سستمونو کې بې پرې پاته شو او د اقتصادي نښلون کامیابولو ته ادامه ورکړو. دې کار ته د سیمې ټول هیوادونه له هر وخت زیاته اړتیا لري،‌ دا فرصت باید له لاسه ورنکړو.
د بهرني سیاست یو تلپاتې، اوږد مهاله او واقعي دکتورین جوړولو لپاره باید مونږ په ټولنه کې داسې بحثونو ته ادامه ورکړو.

لیکوال عبدالحی قانت د مالیزیا هېواد نړیوال پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د ماسترۍ کچې محصل او د نړیوالو سیاسي چارو شنوونکی دی.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Hits: 317

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.