ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افضلي: طالبانو د تخار ولايت عمومي زندان نيولى دى

افضلي: طالبانو د تخار ولايت عمومي زندان نيولى دى

author avatar
8 Aug 2021 - 15:56
افضلي: طالبانو د تخار ولايت عمومي زندان نيولى دى
author avatar
8 Aug 2021 - 15:56

تالقان (پژواک، ١٧ زمرى ١٤٠٠): د تخار ولايتي شورا وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت عمومي زندان نيولى او ټول زندانيان يې ازاد کړي دي.

د تخار ولايتي شورا منشي اعظم افضلي د زمري په ١٧ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته وسله والو طالبانو د دغه ولايت عمومي زندان نيولى دى.

دى وايي چې طالبانو له زندان څخه ټول زندانيان هم ازاد کړي دي.

په ورته وخت کې د تخار يوې امنيتي سرچنې پژواک ته وويل چې طالبانو د دغه ولايت د مرکز ډېرې سيمې نيولې دي.

ده زياته کړه: ((د زندان په اړه دقيق معلومات نه لرم کېداى شي نيولى يې وي خو دا مهال ټول امنيتي ځواکونه په ولايت مقام، د ملي امنيت رياست او امنيې قوماندانۍ په ودانيو کې را ټول شوي او نورې سيمې د طالبانو په کنټرول کې دي.))

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو د تخار ولايت د مرکز بېلابيلې سيمې نيولي او د ګوتو په شمار څو دولتي ودانۍ پاتې دي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې وسله والو طالبانو د کندوز، سرپل، شبرغان او نيمروز ولايتونو مرکزونه او ډېرې سيمې نيولې دي.

Visits: 1161

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.