شبرغان (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۰): په جوزجان کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس بابر ایشچي له خپلو شلو کسانو سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.
د جوزجان د ولایتي شورا غړي مولوي عبدالحي حیات دغه موضوع پژواک خبري اژانس ته تایید کړه.
هغه څرګنده کړه: «له ملګرو او د جوزجان ولایت د ملي امنیت له رییس سره مې چې کومې اړیکه ونیوې، هغوی راته وویل چې د ولایتي شورا رییس له خپلو شلو کسانو سره پرون ماښام د ولسوالۍ مرکز ته د طالبان له داخلېدو سره هغو ته تسلیم شوی دی.
په ورته مهال قمرالدین چې طالبانو ته د ولایتي شورای د رییس د تسلمۍ شاهد دی، وایي، له هغه وروسته چې بابر ایشچي طالبانو ته تسلیم شو، طالبانو هغوی د خواجه دوکوه له ولسوالۍ د شبرغان ښار پر لور بوتلل.
هغه زیاته کړه: «زه او دوه درې نور کسان چې د ولایتي شورا له رییس سره مله او غیر مسلح وو، په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې پاتې شوو.»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې د جوزجان ولایتي شورا رییس له خپلو شلو کسانو او ځینو جنګي تجهیزاتو سره د دوی کسانو ته تسلیم شوی دی.
هغه په یوه پیغام کې ویلي چې د ولایتي شوار رییس د دوی له لوري د خواجه دوکوه ولسوالۍ د تصفیې پر مهال طالبانو ته تسلیم شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو دوو ورځو کې د نیمروز ولایت زرنج او جوزجان ولایت شبرغان ښارونه نیولي او په دې اړه یې اعلامیه هم خپره کړه.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دولتي کارکوونکي او ان نظامي منسوبین دې له کورونو نه وځي؛ ځکه دې ډلې عمومي عفوه اعلان کړې او طالبان له هېچا سره کار نه لري.
Visits: 1478
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن