خوست ښار ( پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۰): د خوست امنيه قوماندانۍ چارواکي وايي چې د دغه ولايت په باک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډله ييز برید په شاه تمبول شوی، خو طالبان د دغی ولسوالۍ د نیولو ادعاکوي.
د خوست د امنيه قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چی تېره شپه يوه بجه سلګونه وسله والو طالبانو د باک پر ولسوالۍ او یو شمېر امنيتي پوستو برید وکړ.
سرچینې زیاته کړې، مخکې له دې چې طالبان خپل هدف ته ورسيږي، د پوليسو له کلک مقاومت سره مخ شول چې په پايله کې د سلو په شاوخوا کې وسله وال طالبان وژل شوي او پنځوس نور ټپيان شوي دي، چې د ځينو جسدونه يې د جنګ په سيمه کې پاتې دي.
امنیه قومانداني وایي، د وسله والو طالبانو په دغه ډله ييز برید کې ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
د سرچينې په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته ملکي وګړي وژل شوي او تر لسو ډېر ټپيان شوي دي.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې تېره شپه يې د خوست باک ولسوالۍ مرکز او امنيه قوماندانۍ نیولې دي، ګڼ شمېر سرتېرو وسله پرځمکه ايښي او د دوی ليکو ته ورغلي.
مجاهد همدا ډول ادعا کړې چې ډېره وسله، وسایط او مهمات هم د دوی لاسته ورغلي دي.
خو ځايي مسوولين د ولسوالۍ د سقوط ادعا بې اساسه بولي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن