مزار شریف (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۰) : د بلخ ولایت د مزار شریف ښار ته څېرمه د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه پیل شوې.
د دغه ولایت سیمه ییزې سرچینې وایي چې نښته دمګړۍ د کود او برق فابریکې په شاوخوا کې روانه ده.
د بلخ پخواني والي عطامحمد نور پرخپلې فیسبوک پاڼې یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي چې مزار ښار به سقوط کېدو ته پرې نږدي.
د هغه په وینا، مزارشریف کې د طالبانو د بریدونو دفع کولو لپاره په کافي اندازه ځواکونه شته دي.
بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شویو معلوماتو کې ویلي چې له څلورو استقامتونو څخه یې پر مزار ښار برید پیل کړی او وسله وال یې د پر مختګ په حال کې دي.
په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.
Views: 703