هرات ښار (پژواک، ١٨ زمری ١٤٠٠): د هرات امنیتي مسوولین وايي چې غلو په دغه ولایت کې د کوویډ- ۱۹ روغتون د ډاکترانو، ناروغانو او پایوازانو ټول وسایل غلا کړي دي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو سرپرست امر محمود شاه رسولي پژواک ته وویل چې تېره شپه ناپېژاند وسله وال د هرات د کوویډ۱۹ شیدايي روغتون ته داخل شوي، د ډاکترانو، ناروغانو او پایوازانو یوه اندازه توکي یې غلا کړي دي.
هغه زیاته کړه چې پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د دغې پېښې اصلي عاملان به د قانون منګولو ته وسپارل شي.
په ورته وخت کې د یوه ناروغ پایواز بصیر احمد پژواک ته وویل: ((تېره شپه یوه بجه شاوخوا ۲۰ کسان چې پنځه یې وسله وال وو شیدايي روغتون ته داخل شول، د ډاکترانو او زموږ پیسې او ټول مبایلونه یې له ځان سره یوړل.))
د یادونې ده چې دا لومړی ځل دی چې له کوویډ۱۹ شیدايي روغتون څخه وسله وال غلا کوي.
Views: 16