Pajhwok Afghan News

ملګري ملتونه : طالبان دې پر ښارونو بریدونه ودروي

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۰) : د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې ډیبورا لاینز له طالبانو غوښتي چې پر ښارونو د بریدونو لړۍ پای ته ورسوي.

نوموړې دغه څرګندونې له ولسمشر اشرف غني سره په یوه لیدنه کې چې تېره ورځ ناوخته ترسره شوې، کړې دي.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې د هېواد د عمومي وضعیت په اړه د بحث پر مهال د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتوالي هم اندېښنه څرګنده شوه.

سرچینې زیاته کړې، د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي ډیبورا لاینز وویل، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي او یرغلیزو بریدونو زیاتول د سولې روحیې خلاف دی او د بشري حقونو نقض او ملکي تلفات باید رامنځته نه شي.

همداراز ټینګار وشو چې په افغانستان کې دې د سولې د ټینګښت په برخه کې لازم ګامونه واخیستل شي.

ولسمشر غني وویل، د افغان دولت اصلي موخه د تاوتریخوالي او جنګ پای ته رسول او د عادلانه او تلپاتې سولې ټینګښت دی او په دغې برخه کې موږ هراړخیز اساسي ګامونه اخیستي دي.

بلخوا د یوناما دفتر په خپلې ټویټرپاڼه کې لیکلي چې مېرمن لاینز په دې لیدنه کې د طالبانو د وروستیو بریدونو د ژر تر ژره بندولو غوښتنه کړې ده.

هغې زیاته کړې، افغان سیاسي مشران باید د اجماع او اتحاد لپاره خپلې هلې ځلې زیاته کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډيبرا لاينز پرښارونو د بريدونو له امله ملکي وګړو ته د لا ډېر ناوړه زيان پر اوښتو خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړې ویلې، د افغانستان ګاونډيان او د سيمې هېوادونه په دې برخه کې مهم رول لوبولی شي.

دوی بايد په بېړنۍ توګه د مشخصو ګامونو په پورته کولو سره خپله رهبري ثابته او وښيي چې کولی شي کوچني توپيرونه څنډې ته کړي او په افغانستان کې د سولې په ګټه اقدام ترسره او په ټوله سیمه کې د بې ثباتۍ مخه ونیسي.

Views: 102

Exit mobile version