پل علم-جلال اباد (پژواک، ٢٠ زمرى ١٤٠٠): مسوولين وايي چې وسله والو په لوګر کې يو قومي مشر او په ننګرهار کې يو عام وګړى وژلي دي.
د لوګر ولايتي شورا رییس حسيب الله ستانکزي د زمري په ٢٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار د محمداغې ولسوالۍ په زاهد اباد سيمه د سنګرخېلو قومي مشر محبت الله ګلزى وژلى دى.
هغه وايي: ” ګلزى يو تکړه قومي مشر و چې د وطن د دښمنانو له لوري وژل شوى دى.”
دغه راز د لوګر د والي وياند ديدار لونګ هم د محبت الله ګلزي وژل کېدل تاييد کړل.
ده زياته کړه: ” ګلزى يو پياوړی او پوه ځوان و، د قوم مشري يې کوله خو د طالبانو له لوري وژل شوى دى.”
په ورته وخت کې د سنګرخېلو اوسېدونکي احمدشاه پژواک ته وويل چې ګلزى د قوم مشر او ملک و او له هیچا سره يې دښمني نه درلوده، خو نن سهار وژل شوى دى.
بل لورته طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په جلال اباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې يو ملکي وګړی وژل شوى دى.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند فريد خان د زمري په ۲۰ مه پژواک ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو نن سهار شاوخوا ۹ بجې او ۳۰ دقيقې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند له عيدګاه جومات سره يو ملکي وګړی وژلی دی.
هغه زياته کړه چې وسله وال له سيمې تښتېدلي او پوليسو یې پلټنې پيل کړې دي.
د عصمت شېرزاد په نوم د وژل شوي کس ورور هم دغه پېښه تاييد کړه او ويي ويل چې دوى له هیچا سره شخصي دښمني نه لري.
د دغې پېښې مسووليت د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې نه دی منلی.
Views: 369
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن