ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: قطر ته ددولت باصلاحیته پلاوي تګ سره به د هېواد مسله د سیاسي تفاهم له لارې حل شي

سرچینه: قطر ته ددولت باصلاحیته پلاوي تګ سره به د هېواد مسله د سیاسي تفاهم له لارې حل شي

author avatar
14 Aug 2021 - 23:02
سرچینه: قطر ته ددولت باصلاحیته پلاوي تګ سره به د هېواد مسله د سیاسي تفاهم له لارې حل شي
author avatar
14 Aug 2021 - 23:02

کابل(پژواک,۲۳زمری ۱۴۰۰): په قطر کې یوه باوري سرچینه وایي چې له کابل څخه یو باصلاحیت پلاوی دوحې ته راځي او هیله ده د هېواد مسله د سیاسي تفاهم له لارې حل شي.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل په خبر کې يې نوم خپور شي د زمري په ۲۳مه پژواک اژانس ته وویل چې ټاکل شوې له کابل څخه دغه پلاوی په یوه یا دوه ورځو کې دوحې ته راشي.

سرچینې زیاته کړه چې کله دغه پلاوی راشي بیا ډېره هیله شته چې د افغانستان دغه اوسنۍ موضوع د تفاهم له لارې حل او فصل شي.

دغې باوري سرچینې دغه راز وویل چې پر کابل د برید امکانات ډېر کم دي.

سرچینه وایي چې په دوحه کې تراوسه ددولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ کومه ناسته نه ده شوې. خو داسې ښکاري چې له کابله دوحې ته به د پلاوي په تګ سره د سولې خبرو پایله معلومه شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ ډاکتر عبدالله له دوحې څخه د ځانګړو مشورو لپاره کابل ته بلل شوی.

پرون او نن په کابل کې د ولسمشر, ډاکتر عبدالله او سیاسیونو ترمنځ څو مهمې ناستې شوي او د سولې خبرو د پرمختګ په موخه د یوه باصلاحیته پلاوي په ټاکلو هوکړه شوې ده.

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون تېره ورځ پژواک ته وویل چې عبدالله د مشورو په موخه له دوحې کابل ته راغلی, د سولې په اړه سلا مشورې پیل شوي او بېرته دوحې ته یې تګ لا نه دی تصدیق شوی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله درې ورځې مخکې په دوحه د ترویکا په نوم ناسته کې د ګډون په موخه دوحې ته تللی او هلته یې بیا د قطر حکومت ته دسولې خبرو یوه طرحه هم سپارلې ده.

په دوحه کې د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې تېرکال د وږي په ۲۲مه د نړیوالو په حضور کې پیل شوې خو تراوسه پورې يې محسوسه پایله نه ده لرلې.

Visits: 3708

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.