ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې نن ګڼه ګوڼه کمه ده خو خلک له امنیتي وضعیت څخه خوښ دي

په کابل ښار کې نن ګڼه ګوڼه کمه ده خو خلک له امنیتي وضعیت څخه خوښ دي

author avatar
16 Aug 2021 - 18:25
په کابل ښار کې نن ګڼه ګوڼه کمه ده خو خلک له امنیتي وضعیت څخه خوښ دي
author avatar
16 Aug 2021 - 18:25

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۰): پر کابل ښار د طالبانو تر واکمن کېدو وروسته، په دغه ښار کې ګڼه ګوڼه د پخوا په پرتله کمه ده او نن دولتي کارکوونکي هم دندو ته نه وو تللي، خو خلک د ښار له امنیتي وضعیت او د طالبانو له چلند څخه خوښ دي.

تېره ورځ - هغه مهال د کابل ښار په ځینو سیمو کې ناپېژانده وسله والو چور او غلاوې پیل کړې- چې طالبان د کابل دروازو ته ورسېدل او ویې ویل چې کابل ته نه ننوځي.

خو کله چې په ښار کې د چور خبرونه خپاره شول، طالبانو خپلو کسانو ته ښار ته د ننوتلو امر وکړ، ناوخته کابل ښار او تېر ماښام ولسمشرۍ ماڼۍ ته داخل شول. دوی نن تر سهاره ټولې دولتي ودانۍ او د امنیتي ځواکونو مرکزونه تر خپل کنټرول لاندې راوستل.

طالبان نن کابل ښار کې ګزمې کوي او امنیتي وضعیت هم کنټرول شوی، خو د بازار ډېره برخه تړلې، دولتي او د ځینو غیردولتي ادارو کارکوونکي دندو ته نه دي تللي او په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه ده.

طالبان د ګزمو تر څنګ د دولتي ادارو په دروازو کې هم لیدل کیږي.

له هغوی سره کلاشينکوفونه، پيکاوې، راکټونه او د ایم فور (M4)په نوم امريکايي وسلې دي او ځينو یې پر ټندو هغه ټوکر تړلی چې «د افغانستان اسلامي امارت» «لااله الاالله محمد رسول الله» او ... ورباندې ليکل شوي دي.

په کابل ښار کې د پلازمېنې زون پراختیایي اداره کې د ابوقتاده کلنګاري په مشرۍ طالبان دي.

کلنګاري پژواک ته وويل:«د لوی خدای په فضل او مرحمت مو دغه اداره ونیوه، الحمدلله؛ هیڅ مجاهد ته اجازه نه شته چې د يادې ادارې په وسايلو او کاغذونو کې ګوتې ووهي، کله چې دغه اداره اړونده کمېسيون چارواکو ته وسپاري تر هغې وروسته به د يادې ادارې ټول کارکوونکي راځي او خپلو کړنو ته به دوام ورکوي.»

ده زیاته کړه: «په ښه ډول د خلکو د امنیت ساتنه کوو، که څوک په کوم ځای کې کومه ستونزه، غلا او يا بل خلاف عمل ګوري، موږ ته دې خبر راکړي چې په وخت يې مخه ونيسو، موږ چې خلکو ته ګورو يو ډول وېره ورسره ده، دا خوف او وحشت دې له ځانه لرې کړي او په پوره اطمنان دې خپل ژوند ته دوام ورکړي.»

هغه د پژواک خبریال ته اجازه ورکړه چې د یادې ادارې خونې وګوري، تر څو وویني چې طالبانو د دغې ادارې هر څه خوندي ساتلي دي.

د پژواک خبريال هڅه وکړه چې د کورنيو چارو وزارت کې له طالب چارواکو سره خبرې وکړي، خو د وزارت په دروازه کې ولاړ یوه چارواکي مولوي حذیفه په وزارت کې له مسوولو کسانو سره تر خبرو وروسته وويل چې دا مهال مرکه نه شي کولای.

طالبانو خبریالانو ته اجازه ورکوله چې د هغوی انځورونه او ویډیوګانې واخلي.

خلک کابل ته د طالبانو د راتګ په اړه څه وایي؟ You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.