ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا برادر له اته کسیز پلاوي سره کندهار ته رسیدلی

ملا برادر له اته کسیز پلاوي سره کندهار ته رسیدلی

author avatar
17 Aug 2021 - 22:09
ملا برادر له اته کسیز پلاوي سره کندهار ته رسیدلی
author avatar
17 Aug 2021 - 22:09

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۰): د طالبانو د تحریک مرستیال او دقطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له اته کسیز پلاوي سره کندهار ته رسیدلی دی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم د زمري په ۲۶مه، په ټویټر کې ولیکل چې ملا برادر نن له غرمې وروسته له قطر څخه د کندهار په لوري روان شو.

هغه زیاته کړې چې نوموړی مازیګر ناوخته کندهار ته ورسید چې د سلګونو کسانو لخوا یې تود هرکلی وشو.

بلخوا طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې ملا برادر به شپه په کندهار کې کوي او ټاکل شوې چې سبا د کابل په لوري روان شي.

د کابل تر نیولو وروسته دا دطالبانو د لوړ پوړو مشرانو لومړۍ ډله ده چې افغانستان ته رسیږي.

تر دې مخکې دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له شلو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د رسنیو پر وړاندې راښکاره او د کابل د حکومت درسنیو په مرکز کی یې خبري غونډې ته وینا وکړه.

هغه وویل چې د ټولو سیاسیونو سره تر تفاهم وروسته به یوه ټولشموله اسلامي حکومت جوړوي.

Visits: 218

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.