Pajhwok Afghan News

د پروان او سمنګان مسوولین: خلک دې پرته له وېرې خپل ژوند ته دوام ورکړي

چاریکار (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۰): په پروان او سمنګان ولایتونو کې تازه ګومارل شوي مسوولین د دولت او موسساتو له کارکوونکو وغوښتل چې خپلو دندو ته حاضر شي او ویلي یې دي چې خلک دې پرته له کومې وېرې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې له پنجشېر پرته د هېواد ټول ولایتونه طالبانو نیولي دي.

د هېواد پلازمېنه کابل هم طالبانو نیولی او پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده وتلی دی.

تر اوسه د غني ځای ناستی مشخص شوی نه دی او د حکومت پر څرنکوالي او جوړښت خبرې روانې دي خو طالبانو د ځينو چارو د تنظیم لپاره کسان ګومارلي دي.

د پروان د استیناف محکمې نوی ټاکل شوی مسوول مولوي محمد قسیم محمدي نن له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې هيڅوک د «اسلامي امارت» د سرتېري په نوم د خلکو د کورونو د تلاشۍ حق نه لري او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

هغه وویل چې دولتي کارکوونکي دې سبا سې شنبې خپلو دندو کې حضور ولري.

محمدي په ډاګه کړه چې د رهبرۍ له اوامرو وروسته رسنۍ کولی شي چې خپلې خپرونې د اسلامي او افغاني فرهنګ مطابق پيل کړي.

هغه زیاته کړه چې په دې اړه به د رسنیو له مسوولینو سره خبرې وشي.

دغه راز مولوي محمدي د پروان چاریکار ښار له ځينو اوسېدونکو او هټی والو سره په لیدنه کې خلکو ته په خطاب کې وويل: «ابرو عزت او ناموس به مو خوندي وي، د اسلامي امارت له ځواکونو وېره مه لرئ او په عادي ډول خپلو کارونو ته دوام ورکړئ.»

د چاریکار هټۍ والو او ښاریانو  د مولوي محمدي له خبرو ستاینه وکړه.

یوه هټۍ وال محمد قاسم وویل: «موږ په لومړۍ کې وېره درلوده، خو اوس یې لرو، د طالبانو چلند له خلکو سره ډېر ښه دی، د اسلامي شریعت له تطبیقه یې وویل، ښه خبره ده چې غله او لار شکوونکي ونیول شي، نورچور او چپاول ونه شي.»

د یوه بل خبر له مخې، نن د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اداري کارکوونکو د یاد ولایت فرهنګي مسوول مولوي امدادالله مهاجر په مشرۍ  ناسته ترسره کړه.»

د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ  نوي ګومارل شوي رییس مولوي امدادالله مهاجر په یاده ناسته کې وویل: «په هېواد کې نور د ظلم او استبداد ټغر ټول شوی او د خلکو د سر، مال او ناموس امنیت تامین شوی دی.»

هغه هم د سمنګان له اوسېدونکو وغوښتل چې بېرته دې د خپل ژوند چار ته ور وګرځي.

ده له ټولو دولتي ادارو، موسساتو او د خیریه بنسټونو له کارکوونکو وغوښتل چې خپلو دندو ته حاضر شي او خلکو ته د خدمت مصدر شي.

په دې ناسته کې د فرهنګي مسایلو د نظم په اړه بحث وشو او مولوي مهاجر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنري فعالیتونو مدیریت ته دنده وسپارله چې د اسلامي امارت سل بیرغونه دې په دفترونو کې د نصبولو او یو لوی بیرغ د ولایت مقام لپاره چمتو کړي.

Views: 48

Exit mobile version