ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د خپلواکۍ ورځې نمانځلو په پار د غازي امان الله خان په مقبره د ګلو ګېډۍ کېښوده

طالبانو د خپلواکۍ ورځې نمانځلو په پار د غازي امان الله خان په مقبره د ګلو ګېډۍ کېښوده

author avatar
19 Aug 2021 - 21:34
طالبانو د خپلواکۍ ورځې نمانځلو په پار د غازي امان الله خان په مقبره د ګلو ګېډۍ کېښوده
author avatar
19 Aug 2021 - 21:34

جلال اباد (پژواک ۲۸ زمری ۱۴۰۰): ننګرهار کې د خپلواکۍ ګټلو ننګيالي شاه غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ايښودلو او يوې لويې غونډې په ترڅ کې د خپلواکۍ بېرته ګټلو ۱۰۲ يمه کليزه ونمانځل شوه.
دا مراسم نن د زمري په ۲۸مه د جلال اباد ښار اړوند د غازي امان الله خان مزار ته څېرمه د ولس او طالبانو د ځايي چارواکو له لوري په ګډه ترسره شول.
غونډې ته د ننګرهار والي مولوي ندا محمد نديم پيغام قاري محمد حنيف ولوسته، چې په کې ويل شوي و ۱۰۲ کاله وړاندې شاه غازي امان الله خان د علماء کرامو او مجاهد ولس په مرسته له انګريزي ښکېلاک څخه هېواد ازاد کړ.
په پيغام کې ويل شوي و خوشبختانه نن هغه ورځ ده، چې انګريز، روس او ورپسې لله الحمد څو ورځې وړاندې امريکا هم ماته شوه او هېواد يو ځل بيا د اشغالګرو له منګولو خلاص شو.
په پیغام کې ولس ته ډاډ ورکړل شوی، چې ډېر ژر به د هېواد او ننګرهار په کچه ټول کارونه عادي شي، مسئولین به د تېر په څېر دندې پیل کړي او په بېلابېلو برخو کې به د اسلام مبارک دين او ولس غوښتنو سره سم چارې تنظيم شي.
د ننګرهار والي په پيغام کې له ځوانانو غوښتي و، چې نظامي حالت او د پرديو مداخلو ته په پام سره له هر ډول فعاليت څخه چې د وضعيت خرابيدو لامل ګرځي ډډه وکړي او ډاډ ورکړل شو، چې د ځوانانو غوښتنو او احساساتو ته به د قانون له مخې درناوی کيږي.
د ننګرهار ولايت اوسېدونکي د طالب چارواکو د دغه کار ستاينه وکړه او غوښتنه يې درلوده چې بايد ملي بيرغ او نور ملي ارزښتونه بايد په خپل ځای پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو ورځو راهېسې د دغه ولايت پډ مختلفو سيمو کې د بيرغ په ملاتړ او د خپلواکۍ نمانځلو پروګرامونه او لاريونونه وشول چې د طالبانو له هوايي ډزو سره مخ شول او د يو شمېر کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه په کې ورکړل شول.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.