Pajhwok Afghan News

بايډن: د اړتيا په صورت کې به مو ځواکونه له اګسټ وروسته هم پاتې وي

کابل (پژواک، ٢٨ زمرى ١٤٠٠): د امريکا ولسمشر وايي چې امريکايي ځواکونه به د اړتيا په صورت کې د اګسټ مياشتې له ٣١مې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

د امريکا ولسمشر جو بایډن له امریکایي اې بي سي نیوز ټلوېزیون سره پرون چهارشنبې په یوه مرکه کې هغه انتقادونه چې وایي، له افغانستانه باید د خلکو او ځواکونو ایستلو لپاره پر پلان ښه کار شوی وای، رد کړل.

بایډن وایي، تر هغو به امریکایي ځواکونه په افغانستان کې وساتي چې له دغه هېواده د ټولو امریکایانو ایستل بشپړ شوي نه وي.

بایډن وویل، ان که اړتیا وي، د اګسټ له ۳۱مې چې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې، په دغه هېواد کې پوځي حضور ته دوام ورکړي.

دغه انتقادونه وروسته له هغه زیات شول چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو سره د تاوتریخوالي او ګډوډیو صحنې چې په زرګونو کسانو د کابل هوایي ډګر ته مخه کړې، خپرې شوې.

بایډن وویل، متحده ایالات به له ټولو امکاناتو کار واخلي چې د اګسټ تر ۳۱مې پورې له افغانستانه د ټولو امریکایانو او افغان همکارانو ایستل بشپړ شي.

د يادونې ده، د تېرې يکشنبې په ورځ طالبانو د پلازمېنې کابل په ګډون نږدې پر ټول هېواد کنټرول پيدا کړى دى.

Views: 943

Exit mobile version