کابل (پژواک ۲۹ زمری ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوتریش افغانستان خلکو ته په یوه پیغام کې ویلي چې دغه سازمان د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.
هغه نن د زمري په ۲۹مه په یوه ټویټ کې لیکلي (( ملکري ملتونه له تاسو سره دي د سولې د ټنیګښت او د تاسو د حقوقو د تامین په برخو کې له تاسوسره په افغانستان کې پاتې کیږي.))
د ملګرو ملتونو سرمنشي په داسې حال کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ د پاتې کېدو خبره کوي چې له نږدې یوې اوونۍ راهیسې له پنجشېر ولایت پرته د افغانستان ټول واک له طالبانو سره دی.
دغه راز ناټو ویلي چې د دوی د اړوندوغړیو هېوادونو د بهرنیو چارو ویزان نن د زمري په ۲۹مه د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې غونډه کوي.
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن