Pajhwok Afghan News

طالبانو د لغمان پخواني چارواکي ازاد کړل

مهترلام (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۰): په لغمان کې د ولايتي مسوولينو له لوري د دغه ولايت د والي په ګډون پخواني څلور چارواکي تر لس ورځني بند وروسته ازاد شول.

د لغمان پخوانی والي عبدالولي واحدزی، امنيه قوماندان لطف الله کامران، د ولايتي شورا رييس عتيق الله عبدالرحيم زی او د ملي امنيت پخوانی رييس شاهد الله شاهد شاوخوا لس شپې وړاندې هغه مهال چې دغه ولايت په سوله یيز ډول طالبانو ته وسپارل شو، د طالبانو له لوري زنداني شول.

خو د خلکو نيوکه دا وه چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې خو بيا يې هم دغه کسان ونيول او د هغوی د شکنجه کولو راپورونه هم خپاره شول.

تازه د لغمان ولايتي ادارې د يادو څلور واړو چارواکو عکسونه خپاره کړي چې دوی د اسلامي امارت د امير شيخ هيبت الله اخندزاده د فرمان له مخې د لغمان د نوي امنيه قوماندان مولوي فيصل له لوري ازاد او خپلو کورونو ته ستانه شول.

په تصويرونو کې ښکاري چې د لغمان دغو پخوانيو چارواکو ته د طالبانو له لوري سپينې جامې، تور واسکټونه او سپن پکولونه ورکړل شوي او ظاهراً خوشاله برېښي.

د باختر دولتي اژانس په يو خبر کې د لغمان ولایت امنیه قوماندان مولوي فیصل له قوله ليکل شوي چې د مرکز په هدایت دغه کسان شاوخوا دوه اوونۍ دوى ساتلي وو او اوس يې د امیرالمومنین د فرمان په اساس خوشي کړل.

له دې وړاندې يو شمېر طالب مشرانو ويلي وو چې دغه کسان له بانکه د ډېرو پيسو ايستلو په تور په بند کې ساتل شوي دي.

Views: 284

Exit mobile version